طالب؛ یو مقدسه کلمه که جګړه ماره!

په اصل کې که فکر وشي، طالب هغه څوک دی، چې د دین د زده کړې لپاره، هڅه کوي او هر وخت د دیني ارزښتونو ساتونکی هم وي.
 
دلته له همدې کلمې په یادې معنا سره، په یو نا یو ډول استفاده شوې او کله وارې خلک له دې مقدسې کلمې نفرت کولو ته هم اړ کېږي.
 
طالب؛ مقدسه کلمه ده، خو دلته په همدې نوم کله د یو چا او کله د بل چا له لوري مختلفې پروژې تطبیق شوې دي.
بل خوا ولس هم لا دا تفکیک نه شي کولی، چې کوم طالب په اصل کې طالب دی او څوک د وطن پر بربادیدو اخته دي؟
 
ما د موضوع پیل د طالب په مقدس والي وکړ ځکه رښتیا هم له طالبانو سره اخلاق، مینه، اخلاص او په زړه کې ورسره وطني احساس باید موجود وي.
لیدل کېږي، چې لا هم په طالبانو کې داسې رښتیني طالبان شته او تل یې همدغه شان قرباني هم ورکړې، خو هغه څوک چې د طالب په سپین لباس او بیرغ تش په نوم د اسلامي عقیدې او د فکر لوړاوي خبري کوي نو هغوی دې تر هر څه لومړۍ پر خپل ځان او فکر کار وکړي. دا د هغوی لپاره تر ټولو ښه لاره ده، چې له دې سره به یې هم ځان او هم نور له جهالت ژغورلی وي.ګ
 
د دوی لپاره، چې ګواکې د فعالیت ادعا یې د اسلامیت حاکمیت دی، نو تر هر څه وړاندې دوی باید دا ثابته کړي، چې واقعي اسلام کوم دی او د دې لپاره څنګ باید نور خلک رهبري شي!؟
 
د تاریخ له مخې، د ستونزې حل لار جګړه نه ده، بلکې ډيرې نور لارې هم لري، چې پر هغې باید فکر وشي او د تطبیق لپاره یې ګڼ خلک سره یو ځای او په مینه کار وکړي.
 
که هرڅومره فکري، عقیدوي او نور ټکرونه موجود وي، یوازې دا ټول په خبرو او فکر سره حل او فصل کېدای شي نه دا چې د طالب په نوم په مخالفت کې د یوې نا معلومې مبارزې له لارې!
 
سمه ده، چې نظام به له نمګړتیاوو خالي نه وي، خو دا نظام همدغسې یو چاته ضرورت لري، چې نن یې په مخالفت کې ولاړ دي او هر ورځ نظام په لسګونو نومونو یادوي.
 
د دې خلکو که واقعي مخالفت پر همدې اساس وي نو څنګه چې ورته اړتیا ده همداسې باید د دې نظام د جوړېدو فکر وکړي او خپل لاسونه رابډ وهي، ترڅو اخلاقي مسایل پر اخلاقو، نظام پر فکر او نور ټولنیزو مسایل د رښتینو ارزښتونو په پامنیوي سره سم کړي.