فیسبوک به د نوي فیډ په برخه نوي تغیرات راولي

د فیسبوک نوي فیډ برخه چې د فیسبوک کارونکي په کې نوې ویډیوګانې، لیکنې، او مختلف نور شیان ګوري، تازه د فیسبوک مرکز اعلان کړی چې نوي تغیرات به په کې راولي او هغه دا چې اوس به خبرونه کم، او د یوه فیسبوک کارونکي ملګرو له لوري به شریک شوي شیان زیات لیدل کیږي.
 
د جیونیوز په حواله ویل شوي چې د نړۍ ترټولو لویې ټولنیزې رسنۍ (فیسبوک) ویب پاڼې شریک جوړونکي مارک زوکر برګ په یوه پیغام کې ویلي مخکې به د نوي فیډ به برخه کې هغه څه ته لومړیتوب ورکول کیده چې ډیرو خلکو به خوښ کړی وو او یا به هم ډیرې تبصرې ورباندې شوی وې.
 
همداشان نوموړي ویلي چې فیسبوک به هغه مواد زیات خپروي چې د خلکو لپاره ګټور وي.
زکربرګ دا ومنله چې دا به په ابتدايي توګه پر فیسبوک د وګړو ښکیلتیا کمه کړي، مګر دا پالیسي به د لویې مودې لپاره د سوداګرو او نورو فیسبوک چلونکو لپاره لا ګټوره وي.