
له حزب اسلامي، طالبانو او ښايي له داعش سره سوله؛ د سولې دايروي پروسه لکه د وينې دوران
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې يوه نوې اداره د سولې د عالي شورا په نوم منځ ته راغله، د يادې شورا د جوړېدو موخه د دولت له وسله والو مخالفينو او په ځانګړې ډول له طالبانو سره د وسولې خبرې - اترې وې.
د سولې شورا په هڅو يو شمېر وسله وال مخالفينو په انفرادي او ډليز ډول له حکومت سره يوځای او وسله يې پرېښوده، خو د دوو ښکېلو او سياسي اړخونو پر اساس، طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانېستل شو او تر نن د سولې خبرې - اترې روانې دي؛ تودې او يخ شي.
په خپل ټول عمر کې د سولې عالي شورا خپله تر ټولو لويه لاس ته روړانه د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان د اسلامي ګوند يا حزب اسلامي سره د سولې تړون يادوي.
له اوږدو خبرو اترو حزب اسلامي له حکومت سره يوځای او په کابل کې مېشت شو. که په سياسي ليدلوري ورته وګورو، له حزب اسلامي سره سوله مثبته، هيله بخښونکي او لوړ ګام دی، خو که په امنيتي لېدلوري کې يې ګورو نو بيا کومه مثبته او منفي پايله نه لري.
تمه داسې وه، چې د حزب اسلامي ګوند په راتګ سره به د جګړې د مقابل لوري يو مکمل اړخ پای پيدا کړي، له سوله وړاندې که حکومت ۵۰ سلنه په جګړه کې بوخت وو، نو د حزب اسلامي سره له سولې وروسته به افغان حکومت ۲۵ سلنه په جګړه کې بوخت شي.
د تمې خلاف، جګړه چې په کوم شدت روانه وه، له هغې هم پسې کړندۍ او زوروه شوه، حکومت او نړيووالو ټولنو د وسله والو مخالفينو، امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ - ژوبلې لوړه شمېره په روان کال کې ومنله.
د حکومت په وينا د سولې شور ا د منځ ته راتګ څخه بيا تر نن، ورستۍ هڅې کيږي چې هغه وسله وال مخالفين چې په جګړه کې ښکېل لورې دي، د سولې په پروسه کې راګډ کړي، حکومت ادعا هم کوي چې تر يو بريده په دې هڅو کې بريالي هم دي.
د طالبانو سره د سولې په اړه د حکومت درېځ دا دی، چې هغه طالبان چې افغانان دي، نو کولی شي چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي، خو حکومت دا هم وايي چې طالبانو ټول افغانان نه دي، بلکې په لېکو کې يې پاکستاني او نور بهرني جنګيالي هم شامل دي.
نو که طالبان له حکومت سره سوله هم وکړي، جګړه بيا هم پای ته نشي رسېدلی، دا ځکه چې حکومت له افغانۍ طالبانو سره سوله کوي، او دا هم وايي چې ټول طالبان افغانان هم نه دي، مطلب که چېرې له افغان طالبانو سره سوله وشي، له بهرنيو طالبانو سره به جګړه روانه وي.
د طالبانو سره د سولې پايله دا ده چې ښايي جګړه کمزوري شي، نه د جګړې پای.
له بلې خوا داعش ډله، حکومت په هېڅ صورت سره تيار نه دی چو ترڅو له داعش ډلې سره سوله و کړي، د حکومت په وينا داعش بهرني (د عراق او سوريې) جنګيالي دي. نو له بهرنيو سره وړاندې تګ يوازې يوه لاره ده هغه هم جګړه او له منځ وړل يې.
طالبان او داعش دواړه په خپلو ليکو کې بهرني جنګيالي هم لري، خو د چارواکو په وينا، له هر هغه وسله وال مخالف سره سوله کوي چې افغان دی، که طالبان سولې ته راشي ميدان به داعش ته ښه خالي شي، حکومت به بيا په يو بل فکر کې شي، داعش سره به هم د سولې خبرې پيل کړي، خو له هغه داعش سره چې افغان وي.
فرض کړئ، چې حکومت له افغان طالبانو او د داعش په لېکو کې له افغان جنګياليو سره سوله وکړه، خو هغه شمېر بهرني طالبان او داعشيان چې په افغانستان کې په جګړه بوخت دي پاتې شول او حکومت ورسره سوله نه کوي، نو جګړه به روانه وي، بهرني طالبانو او داعشيان به هم سره يوه بله نوې ډله جوړه کړي، په دې ډله کې به بيا هم ځينې افغانان چې د حکومت د پاليسو سره په ټکر وي له دوی سره يوځای شي، زور به واخلي او جګړه به د حل لار نه وي، نو حکومت به بيا د نوي جوړې شوې ډلې چې جنيګيالي يې افغانان وي د سولې هڅې وکړي او بهرنيان به پر ځای پاتې شي.
دا پروسه به لکه د انسان د ويني د وران سېسټم په دايروي ډول روانه وي، يوه ډله به له حکومت سره سوله کوي په دروازه به دننه کيږي، بله ډله به بيا له حکومت خپه وي او په دورازه به بهر کيږي.