ګوګل له پلې سټور څخه ۶۰ مضر اپلېکشن لېرې کړل

روهي (نۍ/۲۳ د مرغومي)، تېره ورځ ګوکل اعلان وکړ چې له پلې سټور Play Store څخه يې ۶۰ هغه اپلېکشن سره لېرې کړی، چې غېرې اخلاقي خبرتياوې او مضرې نورې چارې پرې ترسره کېدلې.
 
دغه ۶۰ اپلېکشن د لوبو يا ګېم اپلېکشن وو، چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره جوړ شوي وو، د ګوګل په وينا هم يې ياد ۶۰ اپلېکشن له پلې سټور لېرې کړل او هم يې دغه جوړونکو اکونټونه ور بند کړل.
 
دغه اپلېکشونو غېري اخلاقي انځورونه خپرول او په دې وسيلې سره به يې د مشتريانو و پاملرنه د هغه نور اپلېکش په لور اخېستله چې بايد په پيسو يېاخېستي وای.
 
د ګوګل په وينا، د لوبو ياد و اپلېکشن تخريبکونکي نور پروګرامونه درلودل او تر اوسه پورې له ۳ مېلېونه څخه تر ۷ مېلېونو پورې کسانو ښکته کړي يا دونالوډ کړي وو، ګوګل همدا ډول ويلي، چې له اپلېکشن سره نا مناسب اعلانات د ګوګل لور نه خپرېدل بلکې په غېرې قانوني ډول د اپلېکشن جوړونکو ځای پر ځای کړې وو.
 
په تخريب کوونکو اپلېکشن کې دغه د لوبو اپلېکشن Paw Puppy Run Subway Surf ،Shin Hero Boy Adventure Game، Drawing Lessons Lego Ninjago، او Addon Sponge Bob for MCPE شامل وو.