
طالبانو په افغانستان کلونه حکومت کړی اوتقریباً په ټول هیواد واکمن و، په افغانستان د امریکا د حملې څخه وروسته چې په پایله کې یې د طالبانو نظام (اسلامی امارت)سقوط وکړ اوله منځه لاړنو، له لږځنډ وروسته د اشغالګرو امریکایي ځواکونو اودکابل دحکومت په خلاف دطالبانو مقاومت له سره پیل او د کلونو په تیریدو لاپسې ګړندی شو، چې اوس د هیواد په %۵۰ سلنه خاوره کنټرول لري دا خبره امریکایانو هم منلې او حتی څو ځله په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو مهمو قومندانانو د طالبانو په وړاندی روانه جګړه نه ګټونکې بللې او په خپلو خبرو کې یې ټینګارکړی، چې جګړه د حل لاره نه ده او باید امریکایي جګپوړی مشران بدیله لاره انتخاب کړی. دا په خپلې ماتې د امریکایانو دښکاره اعتراف معنی لري ایا طالب مشران په هیوادکې دي؟
طالبانو تل ویلی چې مشران یې دهیواد په دننه کې دي او د بهرنیو اشغالګرو او د کابل د حکومت په خلاف جګړه رهبری کوي اوترډیره یې داخبره ځکه حقیقت ده چې کوم څوک چې دچاپه خلاف جګړه کوي باید قوی رهبری ولری اوقوی رهبری دیوتحریک مهم اوکلیدی مشران کولی شي.
دوهم اوس طالبان په هیواد کې ډیره ساحه په واک کې لري چې دمشرانو اوسیدل یې پکې شونی دی تیره ورځ دملی محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلانی په کابل کې یوی خبری غونډی ته وویل چې طالب مشران په افغانستان کې دي، چې دنوموړی داخبره دحکومت پلوو کړیو لخوا دتوند غبرګون سره ځکه مخ شو ه چې د دوی د کلونو هغه ادعا یې باطله کړه چې طالب مشرانو موجودیت یې له هیواده دباندی باله.