روهي (جمعه/۲۲ د مرغومي)، د هېواد د کرېکټ د غوره ليګ شل اوريزې سيالۍ به د راتلونکي لمريز کال د تلې په مياشت کې په عربي متحده اماراتو کې تر سره شي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ او د سنکسر سپورټ په نوم د يوي هندي شرکت ترمنځ تړون ليک نن ورځ په کابل کې لاسليک شو.
په پدې شل اوريز ليګ کې به ۸۰ کورني، ۲۰ نامتو بهرني لوبغاړي برخه ولري او ۲۳ لوو په ترسره کولو سره به درې اونۍ دوام وکړي.
د کرېکټ بورډ مشر ښاغلی مشعل وايي، چې په دې لوبو سره به افغان لوبغاړو ته ښه زمينه برابره شي، ترڅو د نړيوالو له نامتو لوبغاړو سره لوبې وکړي.
د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرېکټ شل اوريزې ليګ د نړۍ د معتبرو لوبغاړو ترمنځ ترسره کيږي.
وروستي