نظام تخربونکې شبکه!؟

له شک پرته، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ سره، په حکومت دننه ځینو داسې خلکو ځان ځای پر ځای کړی، چې د حکومت له بهرنۍ مافیا سره په یو نا یو ډول لاس لري. دغو خلکو مافیا ته دا زمینه مساعده کړې، چې د نظام پر وړاندې نوي ـ نوي ګواښونه وکړي.
د حکومت دننه د دغسې خلکو پېژندنه مشکله نه ده؛ بلکې حکومتي ـ رسمي هوډ غواړي. که د حکومت دننه دغه کړۍ، له منځه یوړل شي. مافیا بیا نه شي، کولی چې حکومتي پرېکړو ته، خنډ شي. هغه وخت به د حکومت هر رنګه پرېکړه هم په سم ډول تطبیقونکې وي.
د نظام تخربونکې شبکه سربیره چې په حکومت کې دننه نفوذ لري، بلکې بیرون هم خپل فعالیتونه منسجموي. همدغه ډله حکومت ننګوي ځکه که یې حکومت په اړه غبرګون ښيي، نو له موخې وړاندې د حکومت دننه ځینې افراد او ادارې یې پر ضد عکس العمل ښيي او د حکومت دننه یو ډول شورش راپیدا کېږي، چې دغه مسئله بیا په یوې لویې سیاسي کېسې اوړي. لکه په دې وروستیو څو سیاسي مسألو کې، چې موږ یې شاهدان وو.
حکومت ددې مافیا په له منځه وړلو بوخت دی او هڅه کوي، چې د نظام تخریبونکې ډلې وار په وار له سیاسي میدانه بهر کړي. ددې لپاره، یو بل مهم اپشن دا هم کېدلی شي، که فرضاً حکومت دننه داسې خلک وپېژندل شي، چې هغوی بهرنۍ مافیايي شبکې سره اړیکې لري، نو دغه شبکه چې د حکومت دننه خپل فعالیت ترسره کوي؛ دا باید ولس ته وښودل شي چې نور یې ولس په اړه خپل مسوولیت ادا کړي.
په دې اړه د حکومت وروستنۍ هڅې د منلو وړ دي، خو د سیاسي پرېکړو لپاره که حکومت په دې مسئلو کې له دقت او جدیت کار واخلي نو دا به پر حکومت د ولس باور زیات کړای شي او ولس به په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه توګه برخه واخلي.
د نظام تخربونکې شبکې/ مافیا په افغانستان کې هر وخت د ولس په سترګو کې شګې ور شیندلې دي او نور ولس هم ددې توان نه لري، چې دغه کړۍ او شبکه دې نوره ومني. بل خوا اوس د ولس سیاسي او پوهنیز دید لوړ شوی ځکه اوس د دغسې نظام ضد کړیو په عبث خبرونو نور نه غولیږي او په کلکه سره د نظام ملاتړ کوي.
په تیر کې یادې مافیا د نظام پر هر تخریب کې لاس لرلی دی، خو بیا یې هم ولس ددې لپاره، چې د دوی مشر/ استازی دی ملاتړ یې ترې کړی مګر اوس سره له دې چې که مشر وي او که کشر؛ استازی یې وي او که کوم با نفوذه شخصیت؛ نور یې ولس په اړه حوصله بایللې ده ځکه ولس د تل پاتې سولې او اباد افغانستان په هېله دی.
د نظام تخریبونکې شبکې په دې وروستیو کې ښه نغذ ځانونه وښودل او ټولو ته معلومه شوه، چې څوک له نظام سره په همکارۍ بوخت دی او څوک د خپلو ګټو په ترلاسه کولو لګیا دي؟
د چا چې له نظام څخه ښه ونه شي او خپلې ځاني ګټې یې خوندي ونه اوسي نو هغوی به بیا ضرور د تخریبونکې شبکې یو اړخ نیسي او د نظام ضد غږ به پورته کوي خو نور به هېڅ کله دا ډول مافیا خپل پخوانی ارزښت تر لاسه نه کړي او وار په وار به له هېواده تښتي ځکه دلته اوس ښایسته سالاري حاکمیږي او د نظام مشر هر څه د وړتیاو پر اساس مني.