په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعيت

روهي (څلورنۍ/۲۰ د مرغومي)، په پاکستان کې کابو دوه نيم مېلويونه افغان کدوال ژوند کوي، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په پاکستان کې يو مېلېون او ۴۰۰ زره رجسټر او شاوخوا يو مېليون نه راجسټر شوي افغان کډوال ژوند کوي.
 
په پاکستان کې ډېری کډوال د پښتونخوا په ايالت کې اوسيږي، د راپورونو پر بنسټ په تېرو درېيو مياشتو کې په پاکستان کې ۱۳۰۰ زره افغان ګډوال رجسټر شول، چې له دې جملې څخه ۷۰۰ زره يې په پښتونخوا ايالت کې وو.

د پاکستان حکومت او عامو خلکو له خوا افغان کډوال په بېلا بېلو نومونو زورول کيږي او پر وړاندې مختلفې ستونزې جوړيږي.
 
په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره تر ډېره د مهاجر يا ماجر نوم اخېستل کيږي، پاکستانيان د سپکوي او توهين په ډول افغان کډوالو ته د مهاجر يا ماجر نوم اخلي.
 
هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې په رسمي ډول سره ثبټ شوې دي وايي د ځايي خلکو له خوا يې زورونه تر دې رسېدلې، چې په سيمه په ازاده توګه د کار او سوداګرۍ لپاره زړه نه شي ښه کولای.
 
په پښتونخوا کې مېشت يو افغان کډوال داسې وايي، "د سيمو د ځېنو خلکو له خوا په بېلا بېلو نومونو ياديږو، څوګ راته د ماجر نوم او بيا څوګ په سپکه لهجه راته افغان، افغانی او نور وايي. ځينې وخت دا ويره هم چې د سيمي خلک راته ستونزه جوړه نه کړي نو زما د دوکان شيان په خپل سر او يا قرض وړي، کله يې پيسې راکړي او کله هم نه."
 
د حکومت په پرتله بيا افغان کډوال له ځاي خلکو خوښ دي، دوی وايي په ډېرو ځايي خلکو کې دا احساس شتون لري چې افغانستان زمونږ او ستاسو کډ کور، او پښتونخوا هم د لوی افغانستان برخه ده.
 
د پاکستان حکومت او په ځانګړې ډول سره محلي استخبارات او امنيتي ځواکونو، د افغانستان - پاکستان او پاکستان - امريکا د اړيکو د خرابېدو غوسه هم په افغان کډوالو سړه وي.
 
يو افغان کډوالوروهي ته وويل، "کله چې ثبت نه وو او کله چې په رسمي ډول د پاکستان له حکومت سره رجسټر شوو، ډېرې ستونزې په پخواني ډول پاتې دي، د اېستلو ګواښ راته کيږي، په ترهګر نوم مو ياد وي، د خپل شخصي کار پر وړاندې راته ستونزې جوړه او داسې نور."
 
روانې ميلادي مياشتې په پیل کې چې کله د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر ټرمپ په پاکستان د درغو او د ترهګرۍ په مبارزه کې د دوکې تور پور کړ، پاکستان يې له نور غبرګونو سره يو ځای په افغان کډوالو فشارونه زيات کړل او د يوې مياشتې په ترڅ کې افغان کډوالو ته له پاکستان څخه د بهر کېدو ضرب العجل ورکړ.
 
په افغانستان کې هوا يخ او ژمي دی، پرته له منظم پلان څخه د کډوالو يو ناڅاپي يون به افغان حکومت او عام افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
 
د نړيوالو ادارو او افغان حکومت په هڅو، پاکستان د افغان کډوالو لپاره د پاتې کېدو موده تر يو کال يا شپږو مياشتو لپاره اوږده شوه.
 
عام افغانان په حکومت نېوکه کوي، چې د کډږالو د راتک په پار منظم او برابر پلان په لااس کې نه لري نو ځکه پاکستان له موقع څخه په ګټې په افغان حکومت د کډوالو د لېږد فشار راوړي او په دې سره له افغان حکومت او نړيووالې ټولنې څخه نورې سياسيی ګټې کوي.