
روهي (څلورنۍ/۲۰ د مرغومي)، د سمسونګ بريښنايي کمپنۍ له خوا د تېر کال په ډسېمبر کې د Samsung Galaxy A8+ (2018) په نوم ځيرک موبايل وړاندې شو.
سمسونګ ويلي چې د د روان کال د جنورۍ په ۲۰ مه نېټه به دغه موبايل په هندوستان کې د امازون پر ليکه بازار له لارې مارکيټ ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.
ياد ځيرک موبايل، څلور جي بي رم، ۳۲ جي بي دننه ذخيره، ۲۵۶ جي بي د بهرنۍ ذخېرې يا کارډ کيفيت، ۱۶ مېګا پېکسل وړاندې او شاته کمرې، ۷،۱،۱ انډريوډ سېسټم او ۱۹۱ ګرمه وزن په درلوده سره بازار ته وړاندې کيږي چې په هند کې به يې بيه ۳۲۹۹۰ هندي کلدارې وي.
ياد ځېرک موبايل له پورته ځانګړتياوو پرته، بلوتوت، وای فای، جي پي اېس، Near-field communication
(NFC) او د قطب نماې مقناطيسي وړتياوې هم لري.