د بالېوډ سينما د هندوستان د جمهوريت په ورځ د اییاری (Aiyaary) په نوم، نوی فلم وړاندې کوي

روهي (څلورنۍ/۲۰ د مرغومي)، د جنورۍ ۲۶ نېټه په هندوستان کې د جمهوريت ورځ ، چې په ټول هېواد کې رخصتي او ملي ورځ ده.
 
د بالېوډ سينما اعلان کړ چې د هندوستان د جمهوريت په ورځ به د اییاری (Aiyaary) په نوم فلم نندارې ته وړاندې کړي.
 
د فلم کیسه د پوځ د دوو سرتيرو په اړه ده چې په سخت وضعيت له چلنجونو سره ځانونه برابر وي، دوه لوبغاړي چې يو د سرتيرو لارښوود او مشر دی او بل يې د لاس لاندې کس، فلم د دواړو په اړيکو باندې څرخيږي.
 
د فلم صحني او برخې په ډهلي، کشمير او لندن کې اخېستل شوې دي.
 
د فلم د مرکزي رول لوبغاړي سیدھارت ملھټرا، رکل پریټ سنګهه، منجو باجوپ، محمد زیشان اییب دي او کینی متیډین، نیرج پانډی له خوا يې ډارېکټري يا لارښوونه شوي. ياد فلم د نیرج پانډی او شیعه باټیا پروډکش کمپنۍ له خوا توليديږي.