
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۲۰مه) د پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي، مشر يې عمران خان خپلې روحاني سلاکارې بشرى مانيکا ته د واده وړانديز کړى.
ویل شوي، چې عمران خان د خپلې سلاکارې ځوابه ته په تمه ده.
دا خبر وروسته له هغې ورکول شوی، چې په خواله رسنیو د عمران خان د دریم واده خبرونه خپاره شول.
د ځینو راپورنو پر اساس ویل شوي و چې عمران خان د نوي کالو په لومړیو کې درېیم واده هم کی دی.
نومړي پرې خپلې ټوېټر پانې لیکلي:
'له درېیو ورځو راهیسې مې فکر کاوه، ایا له بانکه مې غلا کړې، د خلکو پېسې مې سپینې کړې دي، د ماډل ټاون په انداز مې د ټولوژنې امر کړی، یا مې ملي رازونه هند ته ورکړي، داسې هېڅ مې نه دي کړي، خو دا راته معلومه شوه، چې له دې مې هم لوی جرم کړی او هغه د واده کولو هیله ده. '
هغه له دې مخکې دوه ځله واده کړی او دواړه ځله یې واده په طلاق سره پای ته رسېدلی دی.
نوموړي لومړی واده ۱۹۹۵ کال کې له برتانوۍ جمایما ګولډسمت سره وکړ، چې ۲۰۰۵ کال کې یې تر منځ طلاق وشو او دویم ځل یې له ټلویزیوني کوربنې ریحام خان سره واده وکړ، چې ایله ۱۰ میاشتې یې دوام وکړ.
د ګوند مسوولینو ویلي، چې کله عمران خان او سالاکاره یې سره راضي شي نو خان به خپله له خلکو سره، دا خبر شریک کړي.