ظاهر قدير جميعتی کیږي

روهي (څلورنۍ/۱۹ د مرغومي)، له ننګرهار ولايت څخه د ولسي جرګې د غړي حاجې ظاهر قدير په هلکه داسې ګونکسې شتون لري، چې خپلې اړيکې يې له اسلامي جمعيت ګوند سره غښتلې او زيات کړې دي او غواړي له دې لارې په يو بل سياسي ډګر کې راڅرګند شي.
 
د تټولنيزو رسنيو د مالوماتو له مخې ظاهر قدير په روانه اونۍ کې، د اسلامي جمعيت ګوند له مهمو غړو لکه احمد ضياء مسعود، قومندان حضرت علي او نورو سره لېده - کاته کړي.
 
په ټولنيزو رسنيو خبرونه وايي، چې ظاهر قدير د حکومت او عطا محمد نور په مساله کې هم د حکومت پر وړاندې او د عطا محمد نور پر خوا ولاړ دی او همدارنګه نوموړی غواړي چې په بريښنايي پېژند پانو کې هم په دې ټېنګار وکړي، چې د افغان کلمې پر ځای، د پېژند پاڼې پر سر "د افغانستان اسلامي جمهوريت" لېکنه به بسنه وکړي.
 
خو د يادو راپورونو او ګونکسو په اړه حاجي ظاهر قدير تر اوسه په رسمي ډول څه نه دې ويلي او نه يې هم په راونو ستونزو د درېځ نېونې نظر ورکړی.
 
له دې وړاندې، ظاهر قدير په کندهار ولايت کې د حکومت پر وړاندې د ولسي جرګې د غړو او يو شمېر نورو سياسيونو په ډله کې وو، په ياده غونډه کې حکومت عطا محمد نور او د جنرال دوست زوی باتور دوستم ته د تګ اجازه ورنه کړه، چې ظاهر قدير او نورو ملګرو يې په اړه توند غبرګون وښوود.