فضا ته د امریکا یو استول شوی سټلایټ نه دی رسیدلی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي۱۹مه) په امریکا کې رسنیو خبر ورکړی، چې امریکايي استخباراتو فضا ته یو سټلایټ لېږلې، خو رسیدلی نه دی.
ویل شوي، چې له استول  شوی سټلایټ د ځمکې مدار ته په رسېدو کې پاتې راغلی او ګومان کېږي چې مات او ویجاړ شوی به وي.
بل خوا دغو رسنیو د حکومت او د فضايي چارو مسوولینو په حواله خبر ویلي؛ دا خورا محرم سټلایټ و، چې د یکشنبې په ورځ له فلوریډا ایالت څخه د سپېس اېکس توغندي په وسیله وتوغول شو، ځان له توغندي څخه جلا نه‌شو کړای او ګومان کېږي چې یا به له ماتېدو وروسته د ځمکې په اتموسفیر کې سوځېدلای وي او یا به سمندر ته رالوېدلای وي.
په امریکا کې دې اړه تحقیقات پیل شوي، خو مسولینو ویلي چې اوس‌مهال په دې برخه کې د تخریب کومې نښې نه دي لېدل شوي.