سمسونګ:

روهي (څلورنۍ/۱۹ د مرغومي)، د سمسونګ بريښنايي شرکت د هرمن نړيواال شرکت سره په مشارکت کې د موټر داسې برخې مارکيټ ته وړاندې کړي چې پرته د موټرچلونکي څخه په خپل سره په اټومټیک ډول کار کوي.
 
په روانه اونۍ کې سمسونګ شرکت د امريکا متحدو ايالتونو په لاس واګس کې، د خپل کلنی نندرتون په ترڅ کې د کوچنيو موټرونو لپاره مهمې برخې نمايش ته وړاندې کړي. په دې برخو کې، لکه له ټکر يا اکسېډنټ وړاندې موټر چلونکي ته خبر ورکونکې کمره، کله چې موټر له سړک بهر شي د خطر زنګ او داسې نورې برخې شاملې دي.
 
سمسونګ همدا ډول د digital cockpit په نوم ډېجېټل آله په موټرونو کې ځای پر ځای کړي، ترڅو له موټرچلونکي سره مرسته وکړي چې د خپل موټر موقعيت د موبايل له لارې پيدا کړي.
 
سمسونګ دتېر کال په سېپټمبر کې د اټو موټرونو په برخه کې ۳۰۰ مېلونه ډالر پانګونه وکړه او په وينا چې په دې سره به داسې پرزې او د موټر برخې جوړې کړي، چې له موټر چلونکو سره د مرستيال او همکار په توګه مرسته کوي.
 
په اوسني وخت کې د موټر جوړونکو کمپينو له خوا داسې هڅې روانې دي، ترڅو په موټورنو کې داسې پرزې ځای پر ځای کې چې پرته د موټر چلونکي له کارونې په خپل سر په اټومېټېک ډول کار وکړي او د خطرونو شمېره راټېټه کړي.