(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي۱۹مه) د امریکا په متحده ایالتونو کې د لاټرۍ یوې مشهوري ادارې اعلان کړی، چې د لاټرۍ ۲ ګټونکو څه دپاسه یو میلیارد ډالره جایزه د خپلې اخیستل شوې لاټرۍ په مټ وګټله.
دغې ادارې دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یوه کس په فلورېډا کې د مېګا میلیونز له لارې ۴۵۰ میلیونه ډالره وګټل او یوه بل کس هم په نیوهمپشایر کې ۵۶۰ میلیونه ډالره وګټل چې دواړو ته دخپل خوږ قسمت مبارکي وویل شوه.
په دغه هېواد کې هرکال لاټرۍ اچونکی لاټرۍ ګټې خو دا ځل د دوه تنو لاټري ګټل تاریخي بلل شوي دي.
په مېرمیک ښار کې د ټکټ پلورونځی به د ګټونکي ټکټ د پلور په خاطر ۷۵ زره ډالره جایزه تر لاسه کړي چې دې سره دا داري کارکونکي هم ستائل شوي دي.
د دې پلورنځي مالکې "Sam Safa" ویلي چې زه ډېره خوشحاله حیرانه یم ځکه چې دا په ژوند کې ډیر نوی اونااشنا بدلون دی.
۵۶۰ میلیونه ډالریزه جایزه په مېګا ډراز کې شپږمه لویه جایزه ده چې تر اوسه یې خلک په ګټو بریالي کېږي.
د فلوریډا بریالي ټکټ پلورنځي ته هم یو لک ډالره جایزه ورکول کېږي.
وروستي