د حکومت په عطامحمد نور او جنرال رازق زور نه رسیږي

د ملي یووالي حکومت لپاره، د بلخ زورور والي عطامحمد نور او د کندهار امینه قومندان جنرال عبدالرازق یو لوی ګواښ دی. دغو دوو "زورورو "په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت ته د دوی له دندو د لرې کېدو خبرداری ورکړی، چې حکومت نه شي کولی، ترڅو دوی له خپلو برحاله دندو لرې کړي.
سربیره پر دې، چې د بلخ د والي عطامحمد نور له استعفا نږدې یوه میاشت اوړي، خو لا هم نور په بلخ واکمني کوي او بیا ـ بیا حکومت چلینجوي. حکومت یې پر وړاندې چوپه خوله دی او د نور له خبرداریو سره ـ سره حکومت تر اوسه د کوم جدي غبرګون ښودلو توان نه لري.
عطامحمد نور ویلي، حکومت به دی هېڅ له دندې ګوښه نه کړي، خو که اسلامي جمعیت یې مهم وګڼي. په دې اړه، د حکومت او اسلامي جمعیت ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو پايلې هم دا ښيي، چې ګواکې نور به په خپلې دندې پاتې کېږي. دا به د حکومت لپاره، یو بېل "شرم" وي، چې استعفا یې ارګ منظور کړې وي او دی په خپله دنده کار کوي.
بل خوا د کندهار امینه قومندان جنرال عبدالرازق بیا پرته له دې، چې حکومت یې په اړه کوم تصمیم نیولی وي؛ نوموړي مخکې له مخکې اعلان کړی، چې رازق به په هېڅ ډول کندهار پرې نږدې خو که د کندهار خلک وغواړي نو بیا هر څه ته چمتو دی.
 وايي، چې دا حکومت مشروع نه دی ځکه ټاکلې رایې یې نه دي ترلاسه کړي او نشي کولی چې دی هم له دندې ګوښه کړي. د هغه په خبره، دی دې حکومت نه دی راوستی او لرې کولی یې هم نه شي.
د رازق په دې څرګندونو تر اوسه پورې یوازې، د کورنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی، چې له هغه سره به قانوني چلند کوي!
په اصل کې د حکومت له دندو څخه ده، چې د حکومت اړوند پوسټونو لپاره، وړ او تکړه خلک وګماري او د تغیر او تبدیل اصل مراعت کړي. د حکومت دا اصل عطامحمد نور او جنرال رازق نه مني. یوازې نه دا چې اصل نه مني، بلکې پر وړاندې یې نوي ـ نوي خبرداري هم ورکوي، چې حکومت یې په وړاندې بې ځوابه او بې وسه دی.