
كابل - په دې وروستيو ورځو كې په ټولنيزو رسنيو كې كله زما په نوم او كله د يو بل چا چې نوم يې زما له هغه سره مشابه دى، د علامه محمود طرزي خلاف يوه مقاله خپرېږي.
په دغه مقاله كې علامه محمود طرزى په افغانستان كې د سيكولريزم او بې دينۍ باني بلل شوى دى. دا مقاله چې طبعاً ما ليكلې نه ده، داسې نظريه بيانوي چې زما له افكارو سره زياته بېګانه او حتى متضاده ده.
زما په اند، محمود طرزى چې د علامه سيد جمال الدين افغان د شاګردۍ وياړ يې درلود، نه يوازې د افغانستان د ژورناليزم پلار دی، بلكې د هېواد د آبادۍ باني او د استعمار آګاه دښمن بلل كېږي. زه چې ځان د علامه سيد جمال الدين افغان د مكتب شاګرد بولم او د لوى خداى (ج) په فضل او مرحمت مې تراوسه هېڅ استعمارګر ته سر نه دى ټيټ كړی، علامه محمود طرزى د خپلې مبارزاتي لارې يو مشال ګڼم.
په دې توګه هغه څه چې په دغه مقاله كې د محمود طرزي په ذم كې ليكل شوي، غندم او يو وار بيا تاكيد كوم چې له نوموړې مقالې او له محتوا سره يې زما هېڅ تړاو نشته.