ډاکتر«غني»په خپل سياسي پرستېژ  او دولتي اتوريتې ملنډې وهي!؟

دولت داري په عُذر، زارۍ، جيو، جيو، سازش او ګوزارې کولو باندې نه کېږي ! که کېدلای !؟ نو بيا د دولت اجرايوي قوې : (د ملي امنيت عمومي رياست ، دفاع وزارت ، د کورنيو چارو وزارت ، ځانګړو اوپراتيفي او کوماندويي ځواکونو) ته اړتيا هېڅ نه ليدله کېدله !!
دا چې د هر هېواد،  هر دولت په درې ګونو قوو ( مُقننيه ، قضايه ( عدليه ) او اجرائيه ) باندې ولاړ او متکي وي او افغانستان هم اوس دا درې واړه اړينې دولتي قوې لري !
نو ښاغلی ډاکترصاحب محمد اشرف « غني » ( ولسمشر او اعلی سرقوماندان ) چې د امريکې د متحده ايالاتونو د دولت او شخصاً د ښاغلي ولسمشر ډونالډ جان ټرمپ او نړۍ والې ټولنې ( ناتو ، ايساف ) غړو ، هېوادونو بېدرېغه ملاتړ هم ور سره دی ! نو بيا دی ولې خپل مُستعفي والي عطا محمد « نور » د بلخ له ولايت څخه نشي ليرې کولای او پر عوض يې خپل نوی ټاکل شوی والي انجينير محمد داؤد  د « نور » د ځای ناستي په صفت د بلخ  د ولايت اوسېدوونکو ته نشي معرفي کولی !؟
داڅنګه ولسمشر او اعلی سرقوماندان دی !؟ چې ؛ هريو لنډه غر : همايون « احمدزی » ، لطيف «پدرام » ، عطا محمد « نور» ، امان الله « ګذر» ، فضل احمد « معنوي» ، باتور « دوستم » ، لالی « حميدزی» ، ظاهر « قدير » ، حضرت علي ، ميرويس « ياسيني » ؛ بې سواده ، خپل سری  او بدمعاشه قوماندان عبدارازق ، سيداجان « خاکرېزوال »، عبدالرشيد « دوستم » ، صلاح الدين « رباني » ، احمدضيا « مسعود » ، احمد ولي « مسعود » ، امرالله « صالح » ، حاجي محمد «محقق»، بسم الله « محمدي » ، عبدالرب « رسول ـ سياف » ، حامد « کرزی» ، تورن اسمعيل ، محمد يونس « قانوني » ، محمد صادق« مُدبر » ، عبدالله ( مربع )  ، مجيب الرحمن « رحيمي » ، احمد « بهزاد » ، د « جمعيت » او « نظار د شورا » بل هر يو ټوپکمار ـ لنډغر يې ګواښي ؛ خو دی ورته لاس په نامه درېږي او هر يوه ته  غوړه مالي ، عُذر ـ زارۍ او ننواتې ( جيو، جيو )  کوي ! له خپل فرمان ، له خپلې پرېکړې او خپل تقنيني فرمان ، خپل ملي هويت او خپل اسلامي ګروهې څخه ننګه ، دفاع او ملاتړ نشي کولی !!؟؟
که چېرې ( خدای مکړه !) ښاغلی ولسمشر استاد ډاکترصاحب محمد اشرف « غني» دومره بې وسه ، بې صلاحيته ، بې کفايته ، بې جرئته ،  بې اتوريتې او هسې تش په نوم شاه شجاعي ـ کاغذي زمری و اوسېږي !؟
نو بيا خو ورته بهترينه او آبرومندانه لاره داده :
چې له خپلې اړوندې دندې څخه استعفا وکوي ! خپله قدرمنه مېرمن آغلې رولا « غني » ( ببوګل ) او خپل ښاغلی کاکا عبدالقيوم « کوچی » صاحب دې هم له خپل ځان سره ، لکه : ارواښاد امير امان الله خان را واخلي ، آبرو مندانه دې له خپل لومړني هېواد افغانستان څخه بېرته خپل دويم هېواد ( د امريکې متحده ايالتونو ) ته دې خپل زوی ( طارق جان ) او خپلې لور( مريم جانې )  ته پرڅټ راستون شي او ګران هېواد  افغانستان دې هم هغو: غلو ، چورګرو ، مُفسدو ، قاتلو جهاديانو، سقاويانو ، ستميانو، جمعيتيانو، نظاريانو ، کرزيانو ، افغان ملتيانو ، د ايران ، ترکيې ، عربستان ، قطر ، انګلستان ، پاکستان ، فرانسې ، جرمني  او روسيې لاسپوڅو ، شغالانو ، لېوانو ، غلو ، بډو خورو ، مُحتکرينو، چورګرو ، قاچاق وړوونکو ، ملي خاينينو او ځناورصفته دوه بولو ته پرېږدي  !!؟؟
 
عزيز تحريک