روهي (يوه نۍ/۱۷ د مرغومي)، د روان کال د المپيک ژمنی سيالۍ د سويلي کوريا په مرکز (پییګونګینګ) کې د فیبرورۍ په ۹ پيل کيږي او د فيبرورۍ په ۲۵ نېټه به پاي ته ورسيږي.
سويلي کوريا، د المپيک د نړيوالې ټولنې يا (IOC) له خوا په ۲۰۱۱ کال د جولای په ۶ نېټه د ۲۰۲۸ کال لپاره د المپيک د نړيوالو سيالو کوربه هېواد اعلان شو، دا درېيم ځل دی چې سويلي کوريا د المپيک د نړيوالو لوبو کوربتوب کوي.
په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کې هم سويلي کوريا هڅه کړې وه، چې د المپیک د سيالوو کوربه هېواد شي، خو د کمو رايو په اخېستو سره ونه توانېد.
د راپورونو وپر بنسټ دغه ځل به شمالي کوريا هم په سويلي کوريا کې د ۲۰۱۸ کال د المپيک په سيالو کې برخه واخلي، د شمالي کوريا ياده پرېکړه د سويلي او شمالي کوريا د سياسي خبرو اترو وروسته کړې ده.
د يادونې وړه ده، چې د المپيک نړيوالې سيالۍ هر څلور کاله وروسته د نړۍ د کابو ۲۰۰ هېوادونو د زرګونه لوبغاړو ترمنځ په ژمي او اوړي کې ترسره کيږي.
وروستي