د ۲۰۱۸ کال ځېرکې غوږګۍ (Smart Earphone) جوړې شوې

روهي (يوه نۍ/۱۷ د مرغومي)، د ارو سوانډ Orosound کمپنۍ داسې ځېرکې غوږګۍ Smart Earphone جوړې کړې، چې د ګڼې - ګوڼې څخه په ډکو ځايونو کې شور او اضافي غږونه له منځه وړي.
 
دغه ځېرکې غوږۍ به په دفتر او نورو ځايونو کې ستاسو تر غوږونو يوازې مطلوب غږونه رسوي، د اضافي غږونو او شور مخنيوی کوي.

هغه کسانو چې دغه غوږۍ کارولې دي، وايي په پوره ډول سره توجه او ذهن د ځانګړو غږونو په لور جلب کوي، اوپه چاپير کې نور ټول اضافي غږونه له منځه وړي.

د Orosound کمپنۍ د مسوولينو په وينا، "مونږ په دغه غوږګيو کې اته دانې مايکروفونونه ځای پر ځای کړې دي، مايکروفونونه ټول هغه غږونه او شور پيژنې او مشخص کوي يې چې له کومې خوا راځي او کوم ډول شور دی، له څرګندونې وروسته په دې غوږګيو کې ځای پر ځای شوی الګورېټم Algorithm يا د عددي محاسبې آله ټول اضافي غږونه وژني."
د Orosound په وينا دغه غوږګۍ به تاسو ته دا موقعه په لاس درکړي، ترڅو هغه غږ يوازې ووارئ، چې تاسې ورسره خبرې کوی.
د يادنې وړ ده، کله چې Algorithm غږ پېژندلی نه وي، نو که يو څوګ که ستاسو سره مخامخ په لوړ غږ هم خبرې کوي، نو تاسې به يې نه اوری.