په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات چټک شوي دي.
د حکومت امنیتي مسوولینو په وینا؛ په دغو عملیاتو کې چې په ځینو ولایتونو کې روان دي او په ځینو کې ترسره شوې، د حکومت مخالفینو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتې دي.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د افغانستان په هلمند، فاریاب، لغمان، لوګر، ننګرهار، کنړ، جوزجان، پکتیکا، ارزګان، غزني او داسې نورو ولایتونو کې په ځانګړې ډول د وسله والو طالبانو او داعش پر وړاندې قوي عملیات ترسره شوي، چې له تیرې اوونۍ را په دیخوا په ننګرهار کې ۸۳، په جوزجان کې۵۰ ، په لغمان کې ۱۴تنه داعشیان وژل شوي او په کابل کې بیا ۱۳تنه نور داعشیان نیول شوي دي.
بل خوا په ارزګان کې ۷، په پکتیا کې ۴ او په کنړ کې هم ۴تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
مهمه خبره داده، چې دغو ډلو تر اوسه پورې، د دوی د غړو د وژلو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم د افغان حکومت په ځواب کې څه ویلي دي.
د افغان حکومت له لوري د وروستنیو ترسره شویو عملیات څخه ښکاري، چې په افغانستان او اړونده سیمه کې د حکومت مخالفې وسله والې ډلې کمزورې شوي دي او په سیمه کې یې نفوذ وار په وار په کمیدو دی.
د افغان حکومت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې په سیمه کې وسله والې ډلې له کاره لویدلې دي. ویل شوي، چې دوی یې پر وړاندې اقدامات جدي کړي او په ګڼو ولایتونو کې یې وسله والو ډلو ته سخت زیانونه هم اړولي دي، خو وسله والې ډلې بې ځوابه دي.
وروستي