دا وېجاړ وطن به جوړ شي امېد شته
داغـــــېارو بــه مخ تورشي امـــــېدشته
نه به تل دغــــه جګړې وي نه جنګـــونه
په هر لــــور به امن خور شي امېد شته
خير که اوس يې ېوو وېشلي په څو ډلو
ټول به ېو موټی ېو کور شي امېد شته
هم به ژوند وي هـــــم به مېنه هم ېووالی
خوشحا لي به لور په لور شي امېد شته
چا چې ګل وطن په اور کې راته وريت کړو
دغـــه اور به دوی ته خـــور شي امېد شته
حکېمي زړګی دې کلک کـــــړه لکه کا ڼی
داتنـــــــور به اخــــېر سوړ شي امېد شته
اکبر علي حکيمي خوستوال \" دچېن هېواد څخه /
akbarali_hakii2005@hotail.co
٠٠٨٦١٣١٧٤٩٤٤٤٤٥ / ٢٠١٠/٥/٥
وروستي