د افغانستان کرېکېټ او ۲۰۱۷ زېږديز کال

د افغانستان کرېکېټ او ۲۰۱۷ زېږديز کال

په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې د افغانستان کرېکېټ ډېرې لاس ته راوړنې درلودې
1. په اماراتو کې يې صحرا جام بغير له کومې ماتې په خپل نوم کړ.
2. له زمبابوې نه يې په فبرورۍ کې د يو ورځنيو لوبو سريز ۳-۲ سره وګټلو.
3. په مارچ کې د هند په نويدا لوبغالي کې ايرلينډ په شل اوريزو کې دکلين سويپ له نوم سره اشنا کړل، د يوورځنيو لوبو لړۍ کې يي هم ۲-۱ ګټلو سره دايرلينډ د ميلمستيا خاطر ونه کړ او د څلور ورځنۍ هم په لوى توپير د افغانستان په نوم شوې.
4. د شل اوريزو نړيوال چمپين ويسټ انډيز ته يي هم په ۳ نړيوالو شل اوريزو کې د کلين سويپ مالګه وروڅکله او د يو ورځنيو لړۍ يي ورسره مساوي کړه.
5. د جون ۲۵ بيا ځکه تاريخي نيټه وه، چې نړيوالې شورا افغانستان او اير لينډ ته ټيسټ سټيټس ورکړ چې په روان کال کې به له هند سره تاريخي ټيسټ لوبه تر سره کړي.
۶. نبي او راشيد لومړني لوبغاړي شول چې نړيوال مشهور ټول ليګونه يي ولوبول.
۷. همداشان يې په ۲۰۱۷ کال کې د ۱۱ شل اوريزو لوبو سر په سر ګټلو ريکارډ هم په خپل نوم کړ.

۸. په دغه کال کې ۱۹ کلنو خپلو هيوادوالو ته تاريخي ډالۍ اسياجام هم ډالۍ کړ.
۹. اخېر دا چې اى کپ هم د افغانستان په نوم شو.
۱۰. او اخېر اخېر کې هغه سيريز خو به مو په ياد وې چې لومړنى ميچ چې موږ ګټلو د مجيب ځدراڼ لومړنى نړيوال ميچ وو او پکې د لوبې غوره لوبغاړى شو وروسته بيا هغه څه وشول چې موږ ټول پرې تر اوسه خفه يو.