د ٢٠١٨ م کال لمانځنې پيل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۱مه) ٢٠١٨میلادي کال په آسیا اوقیانوسیه سیمه کې په نمانځنو را پیل شوی او مزل به یې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان تر سبا مازیګره روان وي.
لومړی هرکلی ورته په نیوزیلاند کې په اورلوبو او نندارو وویل شو.
تر هغه وروسته یې په آسټرالیا، بیا سینګاپور او هانګ کانګ او د لرې ختیځ په نورو هېوادو کې پَل کېښود او لندن ته به د افغانستان د ګهیځ په څلورو بجو او دېرشو دقیقو رارسېږي.
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتېرېس د نوي کال پیغام کې ۲۰۱۷ کال د سولې د شاتګ کال وباله او په دې تړاو یې هغه څه چې ده ورته سور خبرداری ووایه.