افغانستان د ۲۰۱۷ زېږديز کال په ترڅ کې (د روهي وېب پاڼې کلنی لنډ راپور)

د ۲۰۱۷ زيږديز کال په ترڅ کې افغانستان له سياسي پلوه پرمخ لاړ او په دې برخه کې يو شمېر لاس ته رواړنې او ورسره ستونزې هم درلودې، د افغان حکومت له لورې په نړيوالې ټولنې په پرلپسې ډول فشارونه رواړل شول او دا ورته څرګنده شوه، چې پاکستان د افغانستان د سولې او امنيت په برخه کې رېښتنی نه دی، ترهګر په پاکستان کې خوندي پټنځايونه لري او له هغه ځای څخه په اسانۍ افغان خاورې ته دننه کيږي، بريدونه او حملي کوي.

۱- سياسي وضعيت:
د افغانستان لپاره بهرنۍ پالېسۍ: د افغان حکومت له غوښتونو ورسته نړيوالې ټولنې هم په پاکستان فشارونه زيات کړل، ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې ريښتنی پاتې شي او له افغانستان سره د يو ښه ګاونډي په توګه اړېکې ولري.
د ۲۰۱۱۷ زېږديز کال په لومړيو مياشتو کې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونلد ترمپ د سويلي اسيا او افغانستان لپاره خپله نوې سټراټېژي اعلان کړه، چې افغانستان ته د اضافي سرتېرو لېږد، په پاکستان فشار او د ترهګرو پر وړاندې پوځي عملياتو زياتوالی پکې شامل وو.
کورنی سياسي وضعيت: د ۲۰۱۷ زېږديز کال بله اړينه لاس ته رواړنه له حکومت سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي ګوند يوځای کېدنه او راتګ وو. اسلامي ګوند چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان حکومت مخالف وسله وال لوری وو، له ډېرو خبرو او ناستو وروسته په همدې کال له افغان حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړ او کابل کې مېشت شو.

سیاسي غوښتنې، چلنجونه او نېوکې: بله خوا، په سياسي ډګر کې افغان حکومت په کور دننه له نېوکو، پېښو، چلينجونو او غوښتنو سره مخ شو، د بلخ مستعفي والي عطا محمد نور له ولسمشر سره د سياسي واک د یوځل بيا وېش پر سر خبرې اترې پیل کړې، ناستو تر ورځو دوام وکړ خو پايله يې منفي وه. نور له ولسمشر غوښتنه درلوده، چې د مهمو وزارتونو، لوی رياستونو او ولايتونو ۵۰ سلنه واک به له ده سره شريک کوي او همدارنګه به، په بهر کې پنځلس افغان سفارتونه او قونسلګرۍ د دوی په واک کې ورکوي. عطا محمد نور د يادو شرطونه له پوره کېدو وروسته د بلخ ولايت د پرېښودو ويلي وو، خو د ولسمشر له خوا يې ياد شرطونه ونه منل شول او عطا محمد نور يو ځل بيا د بلخ والي وټاکل شو.

جنرال دوستم په خپل پخواني ملګري احمد ايشچي جنسي تېر وکړ، ايشچي د حق غوښتنې په موخه حکومت ته وړانديز وکړ او له حکومت څخه يې د ورسره شوي ظلم سپينوی او ککړو کسانو ته يې د مجازاتو غوښتنه وکړه.
په څرګند ډول د ايشچي د موضوع په سر د ولسمشر او لومړي مرستيال ترمنځ اړېکې خرابې شوې، لومړي مرستيال د ولسمشر څخه د دوو نورو ګيلامنو (عطامحمد نور او محمد محقق) سره لاره ونېوله او د افغانستان د نجات په نوم يې سره ائتلاف جوړ کړ.
د جوړ شوې ائتلاف کړنې ډېرې پرمخ نه وي تللې چې لومړي مرستيال هېواد پرېښود او د ناروغۍ په پلمه په ترکيه کې استوګن شو.

د ملي يووالي له حکومت څخه بله غوښتنه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لورې وه. حامد کرزي په هېواد کې د روان وضعيت، طالبانو سره د سولې د خبرو، د امريکا د نوي سټراټېژۍ په اړه د لويې جرګي غوښتنه وکړه. حامد کرزي په حکومت نېوکه درلوده چې پرته له ژور فکر يې د افغانستان لپاره د امريکا د نوي سټراټېژۍ سره هوکړه او هرکلی کړی.
حامد کرزی ويل، چې د هېواد له مخورو مشرانو، سياسي څېرو او علماو سره يې خبرې کړي، طالبانو ته يې ليک استولي او له حکومت يې غوښتنه کوله چې لويه جرګه جوړه او په کې برخه واخلي، خو د ملي يووالي حکومت د پخواني ولسمشر له ياد وړانديز سره مينه او ليوالتيا ونه ښوده، لويه جرګه په خپل ځای پاتې شوه.
۲- سياسي سفرونه:
 ۲۰۱۷ کال له سياسي سفرونو څخه هم برخمن وو. بهرني چارواکي افغانستان ته راغلل، افغان ولسمشر او نورو چارواکو بهرنيو هېوادونو ته رسمي سفرونه وکړل.
د بهرنيو چارواکو د سفرونو په لړ کې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه سفر وو، چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو په موخه او د ترهګرۍ سره د مبارزې نوې خبرې يې درلودې. په لومړيو کې افغان لوري د باجوه له سفر څخه خوښ ښکارېدل داسې انګيرنه يې درلوده، چې د امريکا د نوې سټراټېژۍ په پايله کې به پاکستان د رېښتني ملاتړي په توګه وغواړي، چې د افغانستان د سولې په خبرو کې اړيڼ رول ولوبوی او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه به ګړندۍ کړي، خو د امريکا او نړيوالې ټولنې د فشارونو، د افغانستان د غوښتونو، د پاکستاني او افغان چارواکو له ناستو او خبرو وروسته بيا هم د پاکستان په سياست کې کوم ځانګړی تغیر تر سترګو نه شو، بلکې په امنيتي اړخ کې افغان حکومت له سختو بريدنو او ناامنيو سره مخ شو.

له باجوه وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن افغانستان ته راغی، له لېدونو او خبرو ورسته پاکستان او له هغه ځايه هند ته ورسېد. په هند کې رېکس ټېلرسن د پاکستان پر وړاندې سختي څرګندونې وکړې، پاکستان يې د ترهګرۍ په مبارزه کې نه ريښتنی او پاتې ياد کړ او د امريکا د نوې سټراټېژۍ د همکارۍ ډېره برخه يې د هند پر اوږو واچوله. له رېکس ټېلرسن وړاندې د امريکا د دفاع وزير جنرال جېمز ماټېس هم افغانستان ته سفر درلود، خو په امنيتي وضعيت يې کوم مثبت اغېز پرې نه ښوود. دسیاسي سفرونو په ترڅ کې افغان ولسمشر هم د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته سفرونه درلودل، چې ورستی يې هندوستان وو.

۳- ناستې او کنفرانسونه:
د کابل پروسه: د امريکا، ايران، پاکستان او انګلستان په شمول د نړۍ د ۲۳ هېوادونو استازي په کابل کې سره راټول شول، او د کابل پروسې تر نوم لاندې غونډه کې يې د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي. د کابل پروسه، په غونډه کې ولسمشر وويل، (د طالبانو سره د سولې خبرې د ناستې اصلي موضوع ده، مونږ موافق يو چې طالبانو ته په کابل او يا بل هر هېواد کې دفتر پرانېستل شي، خو په هغه صورت کې چې طالبان په ريښتني ډول د سولې د خبرو ليوالتيا ولري.)
د سام ناسته: د ۲۰۱۷ زيږديز کال په ترڅ کې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو د لوړپوړ چارواکو درېیمه غونډه تر سره شوه. سام (د افغانستان د لاس ته راوړنو، پرمختکونو او اصلاحاتو په برخه کې) نړيوالو ته د راپور ورکولو غونډه وه.
د يادې ناستې په ترڅ کې ولسمشر نړيوالو ته وويل، ( د افغانستان خلک لا هم د غريبۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او مونږ هڅه کوو چې دې پدیدې سره مبارزه وکړو او د افغانستان لپاره سوکاله راتلونکی جوړ کړو. هغه وویل، په ټول افغانستان کې د ولسي تړون پروګرام پیل شوی، چې زرګونه خلکو ته يې کاري زمینه برابره کړې ده، د دغه پروګرام پیاوړتیا د حکومت لومړیتوب دی).
د عمان څلور اړخېزه ناسته: د افغاستان، امريکا، پاکستان او چين ترمنځ د عمان په مرکز مسقط کې ناسته ترسه شوه، ترڅو وکولی شي، له هغو لارو کار واخلي چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل او په بريالي ډول يې پرمخ يوسي. تمه وه چې په یادو ناسته کې به طالبان هم برخه اخلي، خو طالبانو وويل چې دوی ته په دې اړه نه بلنه ورکړل شوي او که بلل شوې هم وای برخه يې په کې نه اخېستله.

د بيجينګ درې اړخيزه ناسته: د مسقط له ناستې څو مياشتې وروسته له امريکا پرته د نورو يادو درېيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران، د چين په مرکز بيجينګ سره راټول شو، په درې اړخيزو اړيکو، د ترهګرۍ سره په مبارزې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور د فضاء په منځ ته راتلو او همدا ډول د افغان سولې په اړه خبرې ترسره شوې.

۴- اقتصادي وضعيت:
چا بهار بندر: په همدې کال کې د ايران د ولسمشر له لورې د افغاسنتان سره پر پوله چا بهار بندر رسماً پرانېستل شو. چا بهار بندر د افغانستان لپاره له اړينو بندرونو څخه دی، چې د ايران له لارې يې،  د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري رامنځ ته او پراخه کړه.
د چا بهار بندر په پرانستي سره افغانستان پاکستان ته اقتصادي ضربه ورکړه.
په همدې کال کې ولسمشر پاکستان ته يو بل اقتصادي ګواښ هم وکړ، ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې که چېرې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې خنډ شي، نو منځنۍ اسيا ته به د افغانستان له لارې د پاکستان د سوداګرۍ مخنيوی وکړي.
په ۲۰۱۷ کال کې ولسمشر خپله پاملرنه د هېواد خصوصي سکتور ته ډېره کړه او په کورنيو توليداتو يې وکولی شول، چې د پاکستان اقتصادي بازاز ته ضربه ورکړي.

۵- ولسي جرګه او حکومت:
د ولسي جرګې غونډې په ۲۰۱۷ کې هم له نندريو، تورونو او شخړو خالي نه وې. د ولسي جرګې استازو دا ځل د يو بل پر وړاندې د فساد تورنه پورې کړل او همدارنګه د جرګي ځينو غړو ډلې جوړې کړي، د ملي يووالي د حکومت پر وړاندې يې حرکتونه وکړل او حکومت يې به فساد، تعصب او نورو ستونزو کې ښکېل ياد کړ.
د حکومت د پرېکړې او د ولسمشر د فرمان پرخلاف، ولسي جرګې هغه فرمان رد کړ، چې د مخابراتي شرکتونو مشتريانو به د کرېډېت څخه لس سلنه ماليه د حکومت بوديجې ورکوي.
همدا ډول ولسي جرګې د نفوسو د ثبت او احوالو په قانون کې د ولسمشر هغه تقنيني فرمان رد کړ، چې په بريښنايي پېژند پاڼو کې به د قونومو له نومونو سره يوځای، د افغان او اسلام کلمې هم لېکل کيږي، چې له يو څه ځنډ وروسته د مشرانو او ولسي جرګې ګډ کمېسيون په بريښنايي پېژند پاڼو کې د افغان او اسلام د کلمو لېکل تصويب کړل.

۶- امنيتي وضعيت:
د ۲۰۱۷ په لومړيو کې، په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو، په ننګرهار ولايت کې، ترټولو لوی غېرې اټومي بم (جي بي يو ۴۵) چې مادر بم هم ورته وايي، داعش ډلې په پټنځای وغورځو، د امريکا ياد بريد په کوره دننه له غبرګونو سره مخ شو او په وينا يې، امريکا په افغانستان کې د خپلو وسلو ازموينه کوي.

بلخ: طالب وسله والو له پوځي يونفورم څخه په ګټې په بلخ ولايت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو دننه ځانمرګي بريدونه وکړل، چې د راپورونو پربنسټ ۱۴۰ کسان په کې ووژل شول او ۱۵۰ نور يې ټپيان کړل.

پکتيا: د طالبانو او داعش له خوا بريدونه: طالب او داعش ډلې په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې، په مرکز کابل او نورو ولايتونو کې خونړي بريدونه ترسره کړل. د وسله والو مخالفينو په ځنځيري بريدونو کې، چې په پکتيا ولايت کې يې ترسره کړل، د ملکي او پوځي مرګ – ژوبلې سربيره يې د یاد ولايت د امنيه قومندان جنرال توريالی عبدياني هم ووژلو.

کابل: د ۲۰۱۷ کال په ترڅ کې طالب وسله والو او په ځانګړې ډول داعش په کابل کې قوي بريدونه ترسره کړل، د داعش زياتره بريدونه د شعيه افغانانو په کلتوري او مذهبي ځايونو باندې وو، چې زياته مرګ او ژوبله يې درلوده.
د افغان هزاره ګانو په کلتوري مرکز (تبيان) باندې د داعش ورستي بريد ۴۱ کسان ووژل او کابو ۸۴ نور يې ټپيان کړل.
کورنيو چارو وزارت: کورنيو چارو وزارت هم په ۲۰۱۷ کال کې وسله والو مخالفينو ته د درنې مرګ – ژوبلې ادعاء کوي، د ياد وزارت په وينا په دغه کال کې، ۹۰۰۰ وسله وال وژلي، ۴۰۰۰ يې ټپيان کړي او زر يې نور ژوندي نېولې دي.