افغان سندرغاړى يونس د اسټراليا په ملبورن ښار کې خاورو ته سپارل کېږي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۰مه) افغان سندرغاړی یونس د استرلیا په ملبورن ښار کې ومړ.
ویلي شوي، چې ښاغلی یونس له ډير وخت راپدېخوا په دغه ښار کې اوسیده.
ټاکل شوې د افغانستان دغه پېژندل شوى سندرغاړى يونس، د اسټراليا په ملبورن ښار کې خاورو ته وهم وسپارل شي.
نوموړي د ورپېښې ناروغۍ له امله، تیره ورځ په اسټراليا کې د ۷۶ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد يونس د افغانستان د اماتور موسيقۍ له بنسټګرو ګڼل کېږي.