د نس د نوم یا Bellybutton، د شکل له مخې د شخصیت څرنګوالی!

تازه څېړنې ښیي، چې د انسان د نس یا ګېډې پر مخ د نوم یا په دري کې (ناف)، د شکل له مخې د انسان د شخصیت څرنګوالی کېدلی شي، په همدې تړاو یوه تازه څېړنه شوې او په لاندې ډولونو یې د انسان د نوم د بېلابیلو شکلونو له مخې د هغوي د شخصیت څرنګوالی جوت کړی.

۱. ګرد او ژوور نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک خوشبینه وي، تل د ژوند روښانه اړخونو ته تم کیږي لیکن ډېر قوي نه وي.دا راز په اړیکو کې ښه، د دوستانو او کورنۍ سره نرم او ښه چلند کوي او د پېسو په ترلاسه کولو کې ښه بخت لري.

۲. لوی او ژوور نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک د ښه بخت لرونکي وي، هوښیار او ذکي وي. تر څنګ یې په چارو کې مدیریت هم تر حده زیات وي. شاید چې دا ډول خلک د ځوانۍ په عمر کې څو ځله ناکام هم شي خو د بوډاوالي په عمر کې بریالي کیږي په ځانګړي ډول د ۴۰ کلنۍ څخه د پورته عمر په موده کې. دا راز دا ډول هیڅ ډول فرصت له لاسه نه ورکوي.
 
۳. کم ژوور او کوچني نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک د چارو په ترسره کولو کې لټ او سست وي، تر څنګ یې منفي لېد لوری هم قوي وي یاني مثبت فکر ډیر کم کوي. تل نابشپړ کارونه انجاموي.
 
۴. له خپله ځایه بهر شوي نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک اکثره سرتمبه او ځېل ناک وي، معمولا د نورو خلکو د موخو د ترلاسه کولو لپاره پکار اچول کیږي(د خلکو له لوري استعمالیږي).
 
۵. ژوور، غټ او پورته خواته اوږد نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک خوشاله او خوښ شخصیت لري، د خلکو سره یې راشه درشه ښه وي. تر څنګ یې دا ډول خلک غښتلي او قوي وي او له بریالیو خلکو له جملې ګڼل کیږي.
 
۶. ژوور، غټ او ښکته خواته اوږد نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک د ۵ مې شمیرې (د ژوور، غټ او پورته خواته اوږد نوم لرونکې خلک) بر عکس خصوصیات لري.
۷. هګۍ شکله نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک یو څه عصبي وي، معمولا ډیر فکرونه کوي او په زیات شمېر کې ښه فرصتونه له لاسه ورکوي.
۸. پراخه نوم لرونکي خلک:
دا ډول خلک هوښیار او حساس وي، تل شکمن حالت لري او قوي اراده لري، دا راز د خوشبختۍ او مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره خلکو سره ښه برخورد کوي.