د سلمان خان کشميري کورنۍ د نوموړي د ۵۲ مه کليزه ولمانځله

روهي (جمعه/۷ د مرغومي)، د هندوستان په کشمېر کې هغه کورنۍ چې سلمان په خپل فېلم، باجرنګي بهي جان ( Bajrangi Bhaijaan) کې د خپلې کورنۍ په توګه منلې وه، تېره ورځ يې د نوموړي ۵۲ مه کلېزه ولمانځله.
د يادې کورنۍ ۷۵ کلنه سپين سرې کونډه زينا بېګم وايي، چې سلمان خان د دوی هغه کور بيا جوړ کړ کوم چې په ۲۰۱۴ کې د توپان له امله وران شوی وو، د نوموړې په وينا مونږ هر کال د نومړي کلېزه له کشمېري خوراک په برابرولو سره لمانځو.

زينا بېګم اوس له خپلې ننګور او څلورو لمسيانو سره په هغه کور کې ژوند کوي، کوم چې ورته سلمان خان جوړ کړی وو.

د يادې کورنۍ يو ماشوم ګوهر وايي، "سلمان خان راسره ژمنه کړي، چې زما د درېیو خورګانو ساتنه به کوي او ده ياده ژمنه ترسره کړې هم ده، مونږ هر کال د سلمان خان کليزه لمانځو د کلي ټول ماشوم را دعوت کوو او کيک پرې ټوټه کوو."
 
سلمان خان د باجرنګي بهي جان (Bajrangi Bhaijaan) فېلم ځينې برخې د هندوستان په والکه کشمېر کې ترسره کړې وې، ياد فېلم د پاکستان او هندوستان د خلکو په اړيکو باندې جوړ شوی دی.