د اتصالات پیریدونکی د صفر کرولا موټر ګټونکی شو

د وفادارۍ پروګرام له لارې اتصالات خپل یو پیریدونکي د دسمبر په ۲۶مه ۲۰۱۷ د ۲۰۱۶ ماډل کرولا ګټونکی اعلان کړ. د جلال اباد ښار یو اوسیدونکی فریدالله هغه نیکمرغه کس وو چې د اتصالات، ملی امنیت او د افغانستان د مخابراتي چوپړتیاوو د تنظیم ادارې (اترا) چارواکو په شتون کې د پچې اچونې له لارې ګټونکی شو.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر ډاکټر زرق الراس ګټونکي ته د موټر کیلي په ورکولو سره وویل، اتصالات چې کومې ژمنې د افغانستان خلکو او خلکو او خپلو پیریدونکي سره کړي ورته ژمن دی. نوموړي وړاندې وویل، موږ د خپلو پیریدونکو له وفادارۍ څخه ډیر منندوی یو او تل به هڅه کوو چې دوی ته لومړیتوب ورکړو او د دوی د غوښتنې سره سمې چوپړتیاوې او تولیدات ورته وړاندې کړو.

د میاشتنۍ پچې اچونې د لومړنۍ دورې ګټونکي فرید الله وویل، کله چې د لومړي ځل لپاره راته وویل شو چې د یو موټر ګټونکي شوي یاست هیڅ باور مې نه راتلو. د موټر ګټونکي داسې یو څیز وو چې پدې اړه مې هیڅ فکر نه کړی، نو له اتصالات څخه په روڼ ډول د پچې اچونې او خپلې ژمنې عملي کولو څخه مننه کوم.
په پام کې دی، چې اتصالات په راتلونکي میاشت کې دوه نور ګادي هم د پچې اچونې له لارې خپلو پیریدونکو ته ورکړي. اتصالات خپلو پیریدونکو څخه غواړي چې په خپل حساب کې د کریډيټ په ډیرولو سره د ۲ نورو موټرونو دګټلو چانس ترلاسه کړي. پیریدونکي کولای شئ، چې په اونۍ کې د ۱۰۰ افغانیو او یا هم له هغه څخه د ډیر لګښت په بدل کې د اتصالات په میاشتنۍ او اونیزه پچه اچونه کې د ګډون چانس ترلاسه کړي او د موټر او یا نورو ارزښت وړ جایزو ګټونکي شي.

د اتصالات وفادارۍ پروګرام خپلو پیریدونکو څخه د مننې کولو یوه لاره، ده چې ددې لارې خپلو پیریدونکو ته ارزښت وړ جایزې ورکوي. ددې لارې پیریدونکي د اتصالات چوپړتیاوو څخه په ګټې اخیستنې نمرې راټولوې او بیا کولای شي دا راټولې شوې نمرې د بیلا بیلو جایزو سر بدلې کړي، بیل ورکړي، هوايي ټکټ واخلي او یا هم د اړیکو لپاره دقیقې ترلاسه کړي.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.