چین د ۲۰۱۵ م کال راهیسې ۱۳۰۰۰ وېب پاڼې تړلې

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۴مه) چین تیره ورځ ویلي، چې د ۲۰۱۵میلادي کال څخه یې ۱۳۰۰۰ وېب سایټونو جوازونه
د هیواد د انټرنیټ قواعدو څخه د سرغړونې له مخې، بند کړي دي.
چین کې کمونیسټ نظام د انټرنيټ په سختوالي تاکید کوي.
ویل شوي، چې په ۲۰۱۲میلادي کال کې ولسمشر جینګینګ چې واک ته ورسید، نو انټرنېټ ورسره
چټک ګامونه پورته کړل خو په وینا یې د نېټ پر کارونکو یې ډير سانسور لګولی دی.
هلته د ټولنیزو رسنیو حسابونو ته په اشارې سره، رسمي خپرونې ادارې"د خدماتو پروتوکول سرغړونه" لپاره نږدې
۱۰ میلیون انټرنیټ حسابونه تړلي دي.