سرطان يا Cancer: په وجود کې په غېرې روغتيايي او غېرې نارمل ډول سره د حجراتو نمو، ودې او پيدا کېدو ته وايي، سرطان يا کنسر له تومور Tumor سره توپير لري.
سرطان په بدن کې د غېرو نارمل حجرو پيدا کېدل دي، چې د بدن په نور حجرو او نسجونو اغېز او حمله کوي او همدا ډول د بدن نور برخو ته پراختيا پيدا کوي، په غېرې نارمل او غېرې روغتيايي ډول سره د نسجونو او حجرو رشت او نمو ته تومور وايي، خو د سرطان په ډول نورو نسجونو او حجرو ته ځان نه رسوي بلکې د يوې کتلې په توګه په وجود کې پاتې کيږي.
د سرطان په اړه ځينې مهم ټکي:
۱- شونې ده، چې سرطان د وجود په هر برخه کې پيدا او منځ ته راشي.
۲- تر اوسه له ۲۰۰ څخه زيات د سرطان ډولونه پېژندل شوې دي.
۳- د وزن کمېدل، د پوستکي په رنګ کې بدلون، درد، په مثانه او غټو کلمو کې ستونزې، په غېري نارمل ډول وينې کېدنه، په دوام لرونکي توګه ټوخی، تبه، د نسجونو سختوالی، د غږ بدلون، ستړيا او د بدن سستوالی د سرطان عمومي نښې دي. بايد يادونه وکړو چې د سرطان نښې - نښانې د سرطان په ډول پورې اړه لري، د بدن د يوې برخې سرطان د بدن د بلې برخې له سرطان سره توپير لري، نو په دې بنسټ يې نښې او نښانې هم توپير لرونکې دي.
۴- د سرطان د ناروغۍ د موندنې او تشخيص لپاره له بېلا بېلو ټېسټونو او نور لارو کار اخېستل کيږي، خو د سرطان د تشخيص لپاره ډېر تر سره کېدونکی ټېسټ د biopsy په نوم دی، په biopsy کې د هغې برخې نسج چې د سرطان شک پرې وي، د مېکروسکوپ لاندې کېښودل کيږي او ناروغي تشخيص کيږي.
۵- په اوسني وخت کې د طب د برخې ساينس پوهان دې پايلې ته رسېدل دي، چې له نيمې څخه ډېر د سرطان ډولنه د درملنې او مخنيوي وړ دی.
۶-په جېنېټک يا په ارثي ډول د سرطان د پېښدو شونتيا کمه ده، د ساينس پوهانو په اند له ۵ څخه تر ۱۰ سلنه پورې شونې ده، چې سرطان د جېنېټيکو لاملونو په اساس منځ ته راشي.
۷- چاپيريال او په ځانکړې ډول استوګن ځای او کارځای د سرطان د ناروغۍ په مخنيوي او پېښېدو کې اغېزمن دي. اوبه، تنفس او خوراک، که چېرته ککړ وي نو د وجود يو شمېر حجرې مو وژني، چې دا بيا دسرطان پرمخ لار پرانېزي.
۸- د سږو د سرطان ۹۰ سلنه لامل سېګرټ څکول دي او په ټوله کې ۲۲ سلنه سرطان د سږو سرطان دی.
۹- بې خوبي او معمولاً له شپږو ساعتونو څخه کم خوب د غټو کولمو د سرطان لامل کيږي. څېړونو ښودلې ده، هغه کسان چې د شپې کار او د ورځې خوب د هغو کسانو په پرتله ډېر په سرطان اخته کيږي، چې د ورځې کار او د شپې خوب کوي.
۱۰- د څېړونو اړوند، هر کال په نړۍ کې په ۱۷۵۰۰۰ ماشومانو کې د سرطان ناروغي تشخيص کيږي. د ماشومانو لپاره ترټولو وژنکي ناروغي سرطان ده.
۱۱- په نړيواله کچه، د مړينې په هرو اتو پېښو کې يوه يې د سرطان له امله ده. د ملاريا، توبرکولوز او ايډز، درېيو واړو څخه د سرطان له امله د مړېنې کچه لوړه ده.
۱۲- په ښځو کې د سرطان ډېر موندل شوې ډولونه د سېنې سرطان، د غټو کلمو سرطان، د سږو او برنشونو سرطان، د ورمېږ سرطان او د معدې سرطان دی.
۱۳- په نارينه کې، د سرطان ډېر موندل شوې ډولونه د سږو سرطان، د غټو کلمو سرطان، د پروستات غدې سرطان، د معدې سرطان او د ځېکر سرطان دی.
۱۴- زيات وزن او غټوالی د سرطان يو له عمده لاملونو څخه شمېرل کيږي. غټوالی د سرطان د ناروغۍ د درملنې پر وړاندې هم خنډ دی.
۱۵- د سرطان په اړه بله دردونکې خبره دا ده، چې د سږو، غټو کلمو او په ښځو کې د تخمدان سرطان په نښو او نښانو تر هغه نه پوهيږی، ترڅو يې چې د بدن نورو برخو ته پراختيا نه وي موندلي.
۱۶- د سرطان د پېدا کېدو ډېره شونتيا په ډېر عمره کسانو کې ده، د څېړنو مطابق د سرطان د ناروغۍ ۷۷ سلنه پېښې له ۵۰ څخه د زيات عمر لرونکو کسانو کې ثبت شوې دي.
۱۷- په ښځو کې د پوستکي سرطان درملنه ستونزمنه او د سېنې سرطان درملنه شونې او اسانه ده.
۱۸- د پوستکي د سرطان مخنيوي د لمر د وړانګو په مخنوي سره شونی دی، هر کال کابو دوه مېلويونه د پوستکي د سرطان ناروغۍ موندل کيږي.
۱۹- د وروسته پاتې هېوادونو په پرتله، په پرمختللېط هېوادونو کېط د سرطان کچه لوړه ده.
۲۰- که د سرطان د ناروغۍ له پرمختګ وړاندې يې په نښو - نښانو پوهه شی، نو د ياد مرض درملنه تر ډېره شونې ده.
وروستي