
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۹مه) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي تیره ورځ د د عمومي اسامبلۍ غونډې ته د ترورېزم د قربانیانو په یاد د نړیوالې ورځې وړاندیز وکړ.
ویل شوي، چې د افغانستان له لوري د پرېکړه لیک مسوده د عمومي اسامبلۍ غړیو وار له واره تصویب کړ.
په دغه تصویب شوي پرېکړه لیک کې د اګسټ یوویشتمه چې د اسد له دېرشمې سره برابرېږي، د ترورېزم د قربانیانو ورځ نومول شوې ده.
پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو له ټولو غړیو هېوادونو، اړوندو موسسو، همدا راز له نړیوالو او سیمه ییزو موسسو او مدني ټولنو غواړي چې هر کال دا ورځ په مناسب ډول ولمانځي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې ډېر خلک په کې د تروریستي بریدونو قرباني شوي دي.