
د بشري حقونو د سازمان غړي وایي، چې د میانمار پوځ له هغه وروسته چې له بنګلدېش سره د روهینګیانو د بېرته ستنولو تړون لاسلیک شو لسګونه کورونه سوځولي دي.
دوی وایي د پوځ لخوا دغه کړنې د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل او د دې مانا ورکوي، چې د میانمار چارواکي نړیوالو ته فریب ورکوي او له وضع شویو قوانینو سرغړونه کوي.
د بشري حقونو د سازمان غړي وایي یوازې په دوو وروستیو میاشتو کې لږ تر لږه څلوېښت کلي وران شوي دي.
دوی دغه راز د میانمار په راخین سیمه کې د یو ډله ییز قبر د موندلو خبر هم ورکوي، چې په سلګونه روهینګیان په کې خښ شوي دي. د بشري حقونو سازمان په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.