عطا څنګه لرې کیږي!

عطا محمد نور د کرزي له دورې تر اوسه د بلخ ولایت په خپل سر مدریت کوي، څو ځله د ده د لرې کولو امر شوی، خو ده ته د مرکزي حکومت پریکړه د منلو نه وه.
عطا په ښکاره د میډیا پر مخ څو ځله د خودمختارۍ خبره کړې، ویل یې زما په بدلون کې زما پرته بل څوک لاس نه شي لرلای.
د اشرف غني په دولت کې پر ده ډیرې لارې بندیږي، بانکي حساب یې له لاسه وځي او په ځینو مواردو کې پرې بندیز لګيږي، د لرې کیدو فیصله یې کیږي خو د دې سره سره تر دې وخته په غیرقانوني ډول د بلخ ولایت ته دوام ورکوي.
دلته دوه پوښتنې دي؛ چې ایا د مرکزي دولت توانایي نه وه چې دی لرې کړي او د ده قوت تر دولت زیات و!؟ که په دولت کې په پټه له ده څخه ملاتړ کیده!؟
د لومړۍ پوښتنې ځواب ساده دی، هیڅ منطق یې نه مني چې دولت دې د یو فرد د ګوښه کولو توانایي ونه لري! نو له دې څخه جوتیږي چې، دولتي دوستانو لکه څرنګه چې په مجالسو کې ورسره ګډون کاوه او انځورونه یې ورسره ایستل همداشان ورسره په زړونو کې ملګري ول او دي.
دولت وحدت ملي دی؛ د ملت هر استازی پکې دی. په تیر بیا د عطا دوستان تر هر چا زیات د دولت مامورین دي. کله چې دولت نیم ستا دوستان شي نو څوک کولای شي چې په وړاندې دې ودریږي!
زه دا وایم چې د دولت لوړپوړو چارواکو سره د ده غم و او په غیر مستقیم ډول یې ورته د توانایۍ ډاډ ورکاوه. که دغې مسلې ته وګورو؛ دولت پوره مقدس نه دی.
اوس په یودم سره اعلان کیږي چې عطا د ولایت مقام څخه لرې کړی شو!!
خبره جالبه ده.
ایا دولت په دا دومره وخت کې لا اوس زور ورسیده چې عطا لرې کړي!؟
دا خبره هم کوم منطق نه مني!
په ځلونه سره د ده ګوښه کیدو امر سره عطا نه لرې کیږي. اوس په یوه ناڅاپي ډول د دولت چارواکي  ځي او له عطا سره غونډه کوي. غونډه کوي که مخفي خبرې؟ یا معاملې!؟
د دې تر شا به نه جبرانیدونکی درد ګورو!
ځکه د عطا په خټه کې؛ مقام،  پیسه او نور نور اغږل شوي دي.
نو دی به د دې ترلاسي په خاطر د خپلو دولتي ملګرو په اساس اغزی شي.
تاسو به وایئ چې نو څه باید وشي؟
زه وایم داسې لرې کول پوښتنې او اندیښنې لري.
دولت مکلف دی چې د ده د لرې کولو لپاره له عزر او زاری او معاملو ځان وساتي. باید چې له ده څخه د تیرو بدیو بدله واخیستل شي. په ښکاره باید د محاکمې مخ  ته حاصر شي. او خلک ته د وضاحت تر څنک به قانون هم پلی شوی وي.
او په نسلونو نسلونو به دا بې پورایي نه تکراریږي. په چین کې یو جنرال د خپلې غلطۍ له امله ځان وژنه کوي.
درنښت
د یو غښتلي، ملي، با ثباته افغانستان په هیله
لیکنه: محمود تکل