زمـــــــا سپرليـــــه زمـــــــــا ګل جانانه
هم مې يې خوست هم مې کابل جانانه
دخــــدای لپا ره يوځــــــــل راشه راته
درپسې شوم لکـــــــه پا ګل جـــــانانه
په تن به روغ ښکا رم خو روغ نه يمه
زړه مې وتلی لـــــه ګوګل جــــــــانانه
زه شپه او ورځ په انتظار تيره کړم
دستا کوڅو کې لکه غل جـــــانانه
په هغه ورځ سم قيا مت ؤ تير شو
چې حکيمي نه ستا ؤ تلل جـــانانه
اکبر علی حکيمي
له چين هيواد څخه
٢٠١٠ /٤/٢٤
وروستي