د کمونېزم، مارکسېزم او لېنېنزم ترمنځ توپير

ډېر تېر راهسي د نړۍ پر مخ د انسانانو ترمنځ مختلفې نظريې رامنځ ته شوې دي، ترڅو وکولی شي ټولنيز، اقتصادي، مذهبي او اقتصادي ژوند په يوه منظمه ټولنه کې وکړي. د مختلفې نظريو او اندونو ټولکې ته اډيالوژي وايي، چې له يو نظر يا ايډيا سره توپیر لري.
 
له ارسطو څخه بيا تر نن پوري انسان د پاېلې ته نه دی رسېدلی، چې کومه ايډيالوژي او د حکومت ډول انساني ټولنه په ډېر ښه ډول لارښود کولی شي.
 
که څه هم په اوسني وخت کې داسې فکر شتون لري، چې ۲۱ مه پيړۍ د سياسي ښوونځيو يا ايډيالوژيو د پای پيړۍ ده، دا ځکه چې خلک نور ډېر په شعارونو او انقلابونو پسې نه ځي، بلکي د اقتصادي حالت په ښه کېدو سره له هر ډول ايډيالوژۍ او حکومت له ډول سره توافق کوي.
 
دلته په هغه درېيو سياسي اډيالوژیو رڼا اچو، چې تر ډېره يې په منځ کې توپير نه کيږي او تر يو چتر لاندې نېول کيږي.
 
۱- کمونېزم Communism: د ۲۰ زېږديزې پېړۍ تر ټولو غښتلي او ډېر نفوذ لرونکي اډيالوژي کمونېزم وه، چې د نړۍ له نيمي څخه پر ډېرو وګړو يې واک او ځواک درلود.
 
کمونېزم د لاتيني ژبې د Communis له ويي څخه اخېستل شوې کلمه ده، چې د ګډ، عمومي او شريک مانا ورکوي. په سياسي او اقتصادي علومو او ژوند کې، کمونېزم هغه سياسي، اقتصادي او ټولنيز مکتب او انقلابي حرکت دی، چې د توليد توکي د فرد پرځای د ټولنې په لاس کې ورکوي، د شتمن او غريب پديده له منځه وړي، په ډلو نه ويشلي عمومي ټولنه منځ ته راوړي او شريکه يا ګډه کمونيسټي ټولنه رامنځ ته کوي.
 
۲- مارکسېزم Marxism: مارکسېزم د جرمني د وتلي لېکوال، ژورنالېسټ، فيلسوف، شاعر او د پوهنتون استاد کارل مارکس له نوم څخه اخېستل شوی سياسي او اقتصادي مکتب دی. کارل ماکس په 1818 کال کې په جرمني کې وزږيد او په 1883 کال کې ومړ.
 
ماکسېزم د کمونېزم انقلابي او سخت دريځه څانګه ده، چې د کاپېټالېزم زوال يواځي په انقلابي مبارزه او د ګارګرې طبقې په هڅو پورې تړلې بولي.
 
مارکسيزم هم، د کمونېزم په څېر د توليد وسايل د فرد پرځای د کُل په لاس کې ورکوي، او يادې موخې ته د رسېدو په پار، د کاپېټالېزم د استعثمار له امله د کارګرې طبقي د يووالي وړاندينه کوي، چې د توپير د نشتون مبارزه به منځ ته راوړي او په پايله کې به مارکسېسي انقلاب منځ ته راشي او ټولنه به د شتمن او پانګه وال له ټولواکۍ ازاده کړي.
 
۳- لېنېنزم Leninism: لېنېزم د کمونېزم او مارکسېزم پرمختګ ورکړل شوې څانګه ده، چې په 1917 کې د روسيې د اکتوبر د بلشويک انقلاب څخه وروسته د والدمېر لېنين تر مشرۍ لاندې يې ظهور وکړ.
 
لېنېنزم تر ډېره د مارکسيزم سياسي، اقتصادي او ټولنيز اصول دي، چې په نوي او ديکتاور ډول يې لا پرمختګ کړي او وخت سره يې ځان برابر کړی دی.
 
د کمونېزم، مارکسېزم او لېنېنزم ترمنځ توپير
۱- کمونېزم خپل بنسټيز شعار داسې وړاندې او عملي کوي (د خپلې وړتيا تر پولې وکړه او تر خپلې اړتيا پورې واخله)، مارکسېزم او لېنينزم هم پورته شعار په نوې بڼه وړاندې کوي او عملي کېدو لپاره يې له انقلابي او ديکتاتوريکو لارو کار اخلي.
 
۲- درې واړه (کونېزم، مارکسېزم او لېنېنېزم) د کارل مارکس او فریدریش انگلس د کمونيسټي منشور (Communist Manifesto) له لېکلو وروسته د شهرت پولو ته ورسېدل، نو پر دې بنسټ درې واړه له مختلفو لارو څخه يو واحد نظر ته رسېدل دي، چې کلاس لېس ټولنه، د توليد وسايل د عوامو په لاس او د کاپېټالېزم له منځه وړل دي.
 
۳- مارکسېزم او کمونېزم په دې باور دي، چې کاپېټالېزم به د خپل استعثمار او ظلم له امله له زوال سره مخ شي او په خپله يې د ځان لپاره د زوال تخم شېندلی دي، خو لېنېنېزم بيا د کاپېټالېزم زوال په لېنېنزم کې لټوي.
 
۴- کمونېزم او مارکس د اقتصادي انقلاب په لټه کې دي، چې بريا به يې د سياسي بدلون لامل شي، خو لېنېنزم بيا اقتصادي بدلون په سياسي انقلاب کې نغښتی بولي.