شات

څه صندوق،صندوق پرته دي
د يار سپينه خوله کې شات
دسرو شونډو په صندوق کې
یوه زره نه شته زکات
دعوسې موچۍ يې خلاصې
زه چې لږ هم ورنېږدې شم
ليوني شي حرکات
اخ شي لاس یوسمه مخ ته
زه په غږ د اپو،اپو
د مورجانې څنګ ته لاړ شم
د مور ونيسم لمنه
مور مې ناسته په لمنځه وي
سلام واړوي دوه خواته
دموچۍ له دردچيغه
او ژړا پسې اوږده کړم
مور مې ځان ته ورنېږدې کړي
سورتونه په ما وایي
خو سورة دفاتحې په کې اول وي
په ما چوف کړي سورتونه
مبارکې لياړې راکړي
زه يې تاوې کړم له زړه نه
د ستا زهر مې راګو کې
ستا دسپنې خولګۍ شات شي
۲۰۱۰،۰۴،۲۶
کابل ـ
طالب منګل