باجوه دیني مدرسې تړي

باجوه دیني مدرسې تړي
د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه پاکستان کې ټولو دیني مدرسو باندې تور پورې کړ چې د دیني زده کړو پر ځای پکې د سخت دریځۍ روزنه ورکول کیږي چې د پاکستان راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی.

قمر باجوه چې خپله سني مسلمان نه دی، اوس له واک څخه په ګټنې هڅه کوي چې د سنیانو دیني مرکزونه وتړي او په دې سره هغه پلان عملي کړي چې امریکا جوړ کړی دی.

باجوه په پام کې لري چې پاکستان کې ټول هغه دیني مرکزونه د سخت دریځۍ په پلمه وتړي چې د پاکستان عام خلک پرې راټول دي او باور پرې لري چې پاکستان د همدې مدرسو له برکته اباد دی.

ممکن د باجوه د دې پلان پروړاندې چې دیني مدرسې تړي، ځینې عوام راپورته شي او د پوځ دا پریکړه وغندي، خو باجوه په ځينو دیني علماوو او مدرسو باندې نفوذ لري او عوامو د کراریدو هڅه به وکړي.

باجوه پوښتنه کړې چې د پاکستان په دیني مدرسو کې له زده کوونکو مولوي جوړېږي او که ترهګر؟ دا هغه پوښتنه ده چې پوځ یې باید له ځانه وکړي، ځکه ای ایس ای په دې خبره ده چې په کومو مدرسو کې ترهګر روزل کیږي او په کومو کې دیني علماء چې دین نورو نسلونو ته ورسوي.

باجوه په دې خبرو سره غواړي د پاکستان د خلکو غبرګون راپورته کړي چې څومره خلک اوس هم له دین او پیغمبرص له ورثه وو سره مینه لري، باجوه څو مدرسې نه دي ننګولي، بلکې ټولې مدرسې او ټول علماء یې ننګولي چې ځواب یې ورکړي، ځکه باجوه غواړي له پښتنو وروسته په پاکستان کې سني مذهبه وځپي چې لومړی پیل به مدرسو څخه کوي.

که د پآکستان عوام او ملکي حکومت د باجوه په دې خبره چوپ پاتې شول، نو ممکن پوځ خپله لاس په کار شي او د سني مسلمانانو ټول هغه مراکز وتړي چې اوس ترې دیني علماء د ټولنې لپاره وړاندې کیږي.

په پاکستان کې د زرګونه نا ثبت شویو مدرسو په خوا کې څه باندې ۲۰ زره ثبت شوې مدرسې فعالې دی چې د پاکستان له حکومت رسمي جواز لري چې له ۲ نیم مېلیون نه زیات کسان د حکومت او څارګرې ادارې تر څارنې لاندې فعالیت زده کړې کوي، خو بیا هم د پوځ مشر کار کوي چې د دې مدرسو مخه ونیسي او په دې سره پاکستان کې سني مسلمانان وځپي او نورو مذهبونو ته رشد ورکړي.

پاکستان تراوسه همدا د دیني زده کړو ځینې مرکزونه سخت دریځۍ لپاره روزل او دا د پوځ تګلاره وه چې د ګاونډیو هېوادونو د بربادۍ لپاره یې د اسلام تر نامه لاندې وکاروي، خو اوس چې په سیمه کې له وضعیت سره سم سیاستونه هم بدلیدونکي دي، د پاکستان پوځ غواړي چې هغه دیني مراکز هم بدنام کړي چې په سمه توګه یې فعالیت کړی او د سخت دریځۍ پر ځای یې ټولنې ته داسې علماء وړاندې کړي چې خلکو ته پوره دین وښيي.

پاکستان چې بهرنی سیاست یې د ای ایس ای تر کنټرول لاندې دی، اوس په یوې داسې لوبې کار پیل کړی چې که د پاکستان عوام او په ځانګړي ډول سني مسلمانان یې مخه و نه نیسي، نو بیا به یې مخه نیول ستونزمن کار وي.

که د باجوه خبره، په دیني مدرسو کې ترهګر روزل کیږي، نو بیا ولې دا دیني مدرسې ثبت شوي دي، بیا ولې له دې دیني مدرسو او د مدرسو له علماوو ملاتړ کیږي، ولې د همدې علماوو په فتوا په کشمیر او افغانستان کې د جګړې فتوا اخیستل کیږي، دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د باجوه له خبرو سره پيدا کیږي.

پاکستان کې پنجاب تل حکمراني کړې، نور قومونه او نور ایالتونه د خپل ځان د بسیا کولو لپاره ځپلي، خو اوس تازه ویره یې دا ده چې ممکن سني مسلمانان په پنجاب پسې چې زیاتره قیدانیان او د نورو مذهبونو خاوندان دي، راپورته شي او خپل حق ترې وغواړي.

د پاکستان زیاتره عوام دیني علماو او دیني مراکزو ته زیات احترام لري او که چیرې د باجوه د خبرو پروړاندې چوپ پاتې شول، نو ممکن د پنجاب حکومت په ځانګړي ډول باجوه پرې هغه بهرنۍ پروژه عملي کړي چې د سنیانو د له منځه وړلو لپاره جوړه شوې.

دا ځل به سنیان د سخت دریځۍ په تور وژني، د پاکستان پوځ به لومړی پيل له علماوو څخه کوي او وروسته ـ وروسته به دیني مراکز او نور هغه خلک وژني چې د دیني مرکزونو په ملاتړ غږ پورته کوي.