د بالیووډ او هند کرکټ نوی تړون؛ ویرات کوهلي او انوشکا شرما واده وکړ

د بالیووډ ستورې انوشکا شرما او د هند کرکټ وتلي ستوري ویرات کوهلي له یو بل سره واده وکړ.
په دې وروستیو کې د دواړو د واده په اړه د خلکو تبصرې په درز کې روانې وې.
د دوی د واده په اړه خبرونو وروسته له هغې زور واخیست چې انوشکا او ویرات دواړه له خپلو کورنیو سره د ایټالیا په لوري ولاړل.
دواړو پر ټویټر په جلا جلا ټویټونو کې د خپل واده خبر تایید کړ. 
دوی ویلي دي چې خوښ دي د خپل واده خبر له خلکو سره شریکوي.
د دوی واده یې نږدې خپلوان هم ورغلي وو، په داسې حال کې چې دواړو پر ټویټر د واده انځورونه هم خپاره کړل. 
له بلې خوا د بالیووډ وتلو ستورو لکه عامر خان او عالیه بټ هم مبارکۍ ورته ویلي دي.