
بسم الله الرحمن الرحیم
لکه چه اوس اوبه له ورخه تیرې شوې او د سره خط څخه د اسلام ضد قوتونه تیر شول.
په پاکستان کې د ختم نبوت په هکله پخوانئ منل شوئ قانون مات او په هغې کې داسې ترمیم وشو چه ختم نبوت ترسوال لاندې راغئ او قادیاني او احمدي غلطو افکارو ته لار پرانستل شوه خو د پاکستان مسلمان ولس او ځني بیدار علما ژر متوجه شول او د قوي فشار په پایله کې پخوانئ قانون برحال شو او د قانون وزیر استعفی ته اړ شو، د اسلام خلاف قوتونه د دوست او یا دشمن په جامه کې د مسلمانانو امتحان اخلي او ګوري چه آیا لا اوس هم څه شیمه په اسلامي امت کې پاته ده او که نه؟ آیا حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه، صلاح الدین ایوبي، عمر مختار او نورئې هیر کړي او که د هغوی کارنامې ورپه یاد دي؟ ګورئ چه په اروپا کې د مسجد د مینار څخه په آذان پابندې ولګیده، ځني ملکونو کې شرعي حجاب ممنوع شو او بالعکس په اسلامي ټولنو کې مخ لوڅي او د تلویزیونونو په پرده بې حیائي وده وکړه، امریکا ته د ځني اسلامي ملکونو په ورتګ بندیز اعلان شو، سود هر چیرې جائز وبلل شو او په خپله مسلمانان دلیل وائي چه بې سوده نه بانکداری ممکن ده او نه تجارت، په هغه اسلامي ملک چه د جمعې ورځ رخصتي وه هغه ئې د یکشنبې ورځې ته واړوله خو چه کوم چا دا کار کړئ وو همدا اوس ئې ګورئ چه د سترې محکمې پنځه پریکړې ورباندې عملي شوې!
اوس ښه جوته شوه چه د اسلام ضد قوتونه اسلامي اقدارو، مقدساتو او پاکو اماکنو ته احترام نه لري او تر دې چه د نابودئ هوډئی هم لري چه دا ارمان به ئې کله هم تر سره نشي.
عیسویان، مسیحان(نصری) باید په دې پوه وي چه د دوی ستر عقیدوي مخالفین یهود (اسرائيل) دي.
د مسیحت او حضرت عیسی علیه السلام په هکله یهود داسې څه وائي او داسې عقیده لري چه لیکل او ویل ئې یوه مسلمان لپاره جایز نه دي یهود نه حضرت مسیح علیه السلام مني او نه ئې مور، د حضرت مریم په هکله ډیر ناروا او غلطه عقیده لري.
یهود حضرت موسی علیه السلام وروسته بل پیغمبر نه مني، نن سبا مسیحان خپل اصلي مخالف یا نه پیژني او یا د یهودو اقتصاد، پر سیاست کې برلاسئ او پر مطبوعاتو کنترول د دوی سترګې پټې کړي، امریکا د اسرائیلو پر سیاست کنترول نه لري برعکس دا وړوکې جغرافیه او دا یو موټی قوم د امریکا په سیاست، اقتصاد کنترول لري او د اسرائیلو پر طرفدادئ ټوله پالیسي په خپل لاس له واشنګټن څخه اعلانوي دا (Multinations) ولس ددوی په وړاندې بې صلاحیته او مجبور دئ.
اسلام حضرت عیسی علیه السلام او همدا ډول حضرت موسی علیه السلام ته ستر مقام قائل دئ حضرت عیسی مسیح بن مریم علیهم السلام اولوالعزم پیغمبر دی او د قرآن کریم له مخې وژل شوی نه دی هغه الله خپلې خوا ته بللئ او حیات دی چه یو وخت به د خاتم النبین صلی الله علیه وسلم د امتي په شکل کرهٔ خاکی ته تشریف راوړی د اسلام او قرآن له نظره دا ټول د ابراهیمی دین تسلسل دئ چه په محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پای ته رسیدلی نه بیا کوم نبي او نه رسول د الله جل جلاله له خوا راځي په (اکملت لکم دینکم) نور دا سلسله پای ته رسیدلې او یوم قیامت ته انتظار دئ چه یواځې رب ذوالجلال پوهییژي او بس نه نبي او نه ولي.
زه په 2016 کال د ستمبر په میاشت کې د علاج په موخه لندن ته ولاړم چه د لندن په Kings College هسپتال کې مې صحي معاینات پیل کړل تر څو چه معاینات راتلل زه په یو درې ورځني سفر شمالي ایرلند (بلفاست) ته لاړم. هلته مې هغه خلک او سیاسون ولیدل چه د انګلستان سره ئې یوه د سولې معاهده تر سره کړې وه غوښتل مې چه پوه شم چه د ائرلنډیانو دا اوژده او خونړئ جګړه په څه ډول پای ته ورسیده، بیا دیوه ملګري په ملتیا Queen University ته لاړم او هلته مې د پوهنتون د استادانو سره دوه ساعته خبرې وشوې.
همدا ډول هلته یوې سترې کلیسا ته لاړم که څه هم ډیر دردمند وم خو دا مې ښه فرصت وباله د کلیسا د مشر ملا یا پادري سره مې ولیدل هغه په خپل دفتر کې زما ښه استقبال وکړ او بیائی د کلیسا لوی هال ته دعوت کړ. هلته مې له نومړي عیسائي ملا څخه تپوس وکړ چه ته د مسیحت د کوم یوه شاخ پیروکار ئې؟ هغه وویل زه اورتودوکس (Orthodox) یم او دا Orthodox کلیسا ده، هلته مې د کلیسا په تالار کې پر یو لوی میز خور شوئ بایبل تر سترګو شو، مخې ته ئې ودریدم یوه صفحه مې ولوستله چه په انګریزی کښل شوې وه ما نوموړي ته وول چه په دې صفحه مې زمونژ قرآن کریم ته ورته څه تر سترګو شول آیا ستاسو عقیده د رومن کاتولیک او پروتستان سره توپیر لري؟ هغه وویل هو ډیر توپیر لري مونژ معتقد یو چه یسوح مسیح یواځې پیغمبر او د الله استازئ وو. ما ورته وویل چه همداسې قرآن وائي هغه وویل څه ډول ما وویل واوره: یوه کوچنئ قرآن کریم مې په جیب کې وو سورة مریم او سورة آل عمران مې پرانست او هر آیت مې چه ویلو نو بیا مې نومړي ته په انګریزی ژبه ژباړلو ګورم چه ولاړ دئ او له سترګو ئې اوښکې روانې شوې نو ماته د حبشې پاچا نجاشي را یاد شو بیائې وویل فرق ډیر معمولي دئ او نزدیوالئ او ورته والئ خولا ډیر.
آیا دا ستا په لاس کې کتاب داسې دئ لو که هر چیرې؟ ما ویل چه د نړی په ملیونونو قرآنی نسخو کې چه په مختلفو ژبو ژباړل شوی دا مضمون په همدې شکل موجود دئ.
اوښکې ئې پاکې کړې او چای ته ئې دعوت کړم او بیا لندن ته همغه روغتون ته را ستون شوم او د معایناتو نتیجه راته جوته شوه چه ډیره ډیره خطرناکه وه او (B-ALL Leukemia) تشخیص شوئ وو چه بیا په روغتون کې داخل بستر شوم تداوي او (کیموتراپي) پیل شوه چه په دې یواځی متخصص داکتران پوهیدلی شی.
(والله المستعان علی ما تصفون)
انجنیر قطب الدین هلال
د دین طالب العلم
9-Dec-2017