
نن مې د تلویزیون پر صفحه ولیدل چه د مصر پخوانئ ولس مشر حسني مبارک بري او د زندان څخه آزاد شو زه د ده د آزادئ په هکله څه اعتراض نه لرم او نه د اعتراض حق.
ځکه مصر مستقل ملک دی او د مصر ولس په خپلو مصالحو باید پوه وي.
دا چه د سوله ایز پاڅون کوونکو قاتل- د یکتاتور او د یهودو غلام له بند څخه آزاد شو او پر ځای ئی یو منتخب ولس مشر محترم مُرسي د زندان د اوسپنیزو دروازو تر شا د عُمري بند شپې او ورځې تیروي دا د تعجب خبره ده!! چه نړیوال او مهذب ولسونه باید توجه وکړي.
زه د مصریانو سره څه خاصې اړیکې نه لرم او نه مې د اخوان المسلمین سره څه تړاو شته یواځې یو ځل قاهرې ته تللی یم هغه هم د مقدس جهاد په وخت کې چه د قاهرې د الصقر د نظامي وسایلو د فابریکې څخه مې څه نظامي توکي رانیول غوښتل.
دا موضوع د محترم حکمتیار صاحب او محترم استاد سیاف د مشورې له مخې وه. دا چه د توکو سودا وشوه او که نه نوموړي محترم مشران خبر دي.
زه بیا مصر ته نه یم تللئ خو مصر او د مصر قایدین څه پخواني څه اوسني ډیر ښه پیژنم. مصر د فراعنوو وطن وو چه د زرګونو کلونو تاریخ لري او اوس هم د فراعنوو نښې نښانې (اهرام مصر، مجسمې) او نور په قاهره او نورو ښارونو کې موجود دي.
د حضرت عمر بن العاص (رض) د لښکرو له خوا مصر فتح او د اسلام د مقدس دین څخه برخمن شو اکثریت ئی د مذهب له مخې شافعي سنیان دي او د حضرت امام شافعي رحمته الله علیه مرقد مبارک هم هلته دئ.
د مصر خلک د سید جمال الدین افغانی له افکارو هم ښه خبر دي او ستر ستر شاګردان ئی په مصر کې روزلي.د سید جمال الدین افغانی د ژوندانه یو انځور(فلم) چی یوه مصري هنرمند په دي فلم کی د ستر سید رول ادا کړئ ډیر زړه راښکونکئ دی چی ډیرو به لیدلای وي.
د شهید استاد حسن البناء رح او شهید استاد سید قطب رح له لیکنو څخه مې ډیر څه زده کړي او ددوي شخصیت ته احترام لرم ددوی ځای دی جنت وي.
سوال دا دی چه په اوسنئ زمانه کې انصاف او عدالت چیرې کوچ وکړ، هیڅ یو ځای انصاف او عدالت نشته ! دا ولي انسانان له دې مقدس او عالي خوی او روش څخه بیزاره شوي، آیا د انسانانو په خصوصیاتو کې بدلون را غلی؟ آیا انسان نور ظلم، وژنه، بې عدالتي او تیرئ خوښوي او ورنه خوند اخلي څه خوند؟ بې عدالتي، بې انصافي او ناروا وژنه ډیر کریه عمل دئ، خوند او مزه خو په مینه او محبت کې ده په خندا او مسکا کې ده کرکه، حسد او کینه او ژړا څه خوند لري!
- جناب مُرسي د آزادو- دیموکراتیکو ټاکنو له مخې د مصر صدر وټاکل شو، د لوړې مراسم ئی تر سره کړل په صدارتي محل کې ئې کار پیل کړ، نړیوالو نوموړې ټاکنې پاکې او شفافی وبللې او د مُرسی له خوا جنرال سی سی د مسلحو قواوو مشر وټاکل شو. بې وفائی خو هم څه حد لري همغه سی سی نوموړئ له صدارتي محل زندان ته ولیږه او د دروغجنو ټاکنو له لارې په خپله صدر شو. ټولو نړیوالو کتل، د ملګرو ملتونو سازمان چه د دیموکراسئ دعویدار دئ ددې غیر دیموکراتیک حالت ننداره ئې کوله او بیا نړیوالو همدغه بدلون په رسمیت وپیژاند او یو پر ځای کار ئی وباله، داسې بریښي لکه چه د نړیوالو د زړه سترګې ړندې شوي دي.
- هو همداسې ده رسول الله صلی الله علیه وسلم د قیامت له علاماتو څخه یو دا په ګوته کوي چه
- زه د اخوان المسلمین د ګوند زغم او حوصلې او تدبر ته شاباش وایم. دوی کولای شول په مصر کې ستر تشنج را منځ ته کړي او د اسلام او د مصر غلیمانو ته فرصت ورکړي چه ناوړه مداخله وکړي او د مصر نظامی قوت، اقتصادی پرمختیا او اداري تشکل دړې وړې کړي چه پلان دقیقاً همداوه او د مصر حالت هم د عراق، سورئی او لیبیا په څير کیدو، په دې کې هیڅ شک نشته خو نوموړو وروڼو د تعقل څخه کار واخیست او د جوش پر ځای ئی هوش وکارولو.
- په مصر کې دا غیر طبعی، غیر دیموکراتیک حالت دوام نه کوي دا حتماً بدلیږي د چل او نارواوو منزل لنډ وي، که مُرسي په زندان کې وي او ملګري ئی هم په زندان کې وي نو څه دنیا به ورانه شي او که شهیدان شي نو شهادت خو د مسلمان مقصود او مطلوب دی.
شهادت هے مقصود و مطلوب مؤمن
نه مال غنیمت نه کشور کُشائ
- مصر لرغونئ مصر دي د نیل مصر دئ او Egypt نه دی او نه جبل الطارق Gibraltar دې او نه افغانستان افګانستان دې چی کله کله زمونږ مشران هم دا اشتباه کوي او افغانستان ته افګانستان وایی.
- زه د جناب راشد الغنوشي تدبر او حوصله هم ستایم د النهضه ګوند د اکثریت سره سره په لږ څه قانع شول او تونس ئی وژغورلو.
- متاسفانه زمونږ په ګران افغانستان کې دا فرصتونه ول خو هر څه د ځان غوښتنې، نه لورونې، د زعامت او قیادت شوق دا وطن د غمیزو سره مخ کړ او دا لړئ اوس هم دوام لري.خداي تعالی دی وکړي چی زمونږ د ګران وطن دا غمیزي پای ومومي.
ومن الله التوفیق
۴ /حمل/۱۳۹۶