
- د سولې، امن د نېشتوالي او د جګړې د شتون په صورت کې د ژوند ټولې چارې د ګواښ او خنډ سره مخ شي او یو کار هم په ښه صورت نشي تر سره کیدای او ځني چارې ناممکن هم شي هر څه :عبادات، معاملات، حکومتولې، روغتیائي چارې، د بیا رغونې کارونه، تعلیم او تعلُم، اقتصادي خوځښتونه، لنډه دا چه د ژوند ټول اړخونه د ستونځو او کشالو څخه خالي نه وي.
- هغه وخت چه آبُ الانبیا حضرت ابراهیم علیه السلام کعبه شریفه جوړه کړه نو تر هر څه لومړئ ئی د امن او استقرار دُعا وکړه.
(واذ قال ابراهم رب اجعل هذا بلدا آمنا وارزق اهلهُ من الثمرات من امن منهم بالله والیوم الاخر... الایه صدق الله العظیم. سورة البقره ۲ آیت ۱۲۶)
حضرت ابراهیم علیه السلام د کعبې مبارکې د جوړولو څخه بعد تر هر څه د مخه د امن دعا وکړه. جوته ده چه امن، استقرار او ورورولي تر هر بل څه لومړېتوب لري. د امن د اهمیت له امله الله رب العلمین جل جلاله د خپل پیغمبر دا دُعا د قرآن شریف یوه برخه ګرځولې.
حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم هم مدینې منورې ته د هجرت په وخت د امن او استقرار لپاره لومړي درې کارونه وکړل
۱ـ د یثرب د اوس او خزرج قبیلو زړې دشمنئ ئی پای ته ورسولې.
۲ـ د انصارو او مهاجرینو تر منځ ئی مواخات یا وروري را منځ ته کړه.
۳ـ د مدینې میشته یهودي قبایلو سره ئی دفاعي تړون تر سره کړ.
- سیاسي مخالفتونه طبعي ده چه هر چیرې لیدل کیږي او دا د نن زمانې د دیموکراسئ برخه ده.
- د مسلحو مخالفینو او جګړه مارو دوه ډوله جوړښتونه دي، یو دا چه د تفاهم لارې ئې تړلي وي او د سولې لپاره د خبرو اترو لپاره نه هوډ لري، نه ادرس او نه لیوالتیا، خو بل ډول هغه مسلح مخالفین دي چه جګړه ئې په لار اچولې وي، نظامي قوت ئې شتون ولري او د ملک یوه جغرافیه ئی هم تر ولکې لاندې وي، ادرس او مشرتابه ئي ښکاره وي او د تفاهم لپاره ځني طرحې او وړاندیزونه هم لري. دې ډول مخالفینو سره تفاهم او سولې ته رسیدل اړین او ممکن دي.
- د مخالفو اطرافو تر منځ یواځې او یواځې د تفاهم او پرله پسې خبرو اترو له لارې سولې ته د رسیدو لار پرانستل کیږي.
- د جګړه ایز او نا امنه ماحول څخه نا پیژندل شوي، بی ادرسه قاتلان او جګړه مار هم ګټه اخلي چه د سترو سترو فجایعو لامل ګرځي.
- آیا مسلح مخالفین به وتوانیږي د جګړو له لارې خپلو موخو ته ورسیږي دا ځواب هم بر بنډ دئ چه په دې تیرو کلونو کې هغوی هم یوه جغرافیه موقتاً تر لاسه کوي او بله برخه له لاسه ورکوي آیا مسلح مخالفین ځپل شوي او یا یی نظامي خوځښتونه پای ته رسیدلي؟ ګورو چی نوموړي خوځښتونه څو برابره زیات شوي او زمونږ د وطن مطبوعات اود تلویزونونو صفحې هره ورځ د همدې غمجنو پېښوڅخه حکایت کوي.
- غوڅ بري ته د رسیدو لاره جګړه نده. جګړه یواځې د فشار سبب ګرځیدئ شي خو ګورو چه د دې دوامدار فشار (قرار او فرار) پایلې څه دي یواځې وژل ، تباهي او بربادي ده. زما او ستا په وطن کې نور څه پاته دي چه هغه هم خراب شي فکر کوم د جګړو په نتیجه کې چه مونږ څه لرل هغه تس نس شول او پر ځای یی نوي نه جوړ شول او نه یی د جوړیدو فرصت او یا هوډ شته.
- بهرنیانو سره اړیکې ساتل د زمانې غوښتنه ده ځکه دا نړئ اوس یو کلئ دئ هیڅ یو ملک د خپلو سرحدونو چاپیر د چین دیوال نشي راڅرخولای خو د کور دننه مسائل ولې په خپله حل نه کړو ولې زغم رواداري او منښته ونه لرو ولې په خپل موقف او تفکر داسې ټینګار وکړو چه وطن مو تباه او افغانان مو ووژل شي. د افغانستان خاوره په افغانانو ښایسته ده چه افغان نه وي یا دوامدار زوریږي نو خاوره خو بیا د قبر هم ده.
- د اقتدار په کرسئ ناست خلک هم باید د سولې د اعادې لپاره قربانئ ته تیار وي. په خپل موقف همیشه ټینګار، انعطاف نه منل، زعامت او قیادت ته رسیدو لپاره ناروا لارو کارول او دا ویل چه هر څه سم دي، څه چه مونږ وایو هغه ټول پر ځای دي او څه چه وایو سل په سلو کې به منل کیږي دا روش او دا ډول تګ لاره د سولې مانع ګرځیدلای شي. دولتي اړخ باید د هرې خوا سره د تفاهم او منښتو لپاره رېښتونئ وی تر څو شوې ژمنې په ټاکلي وخت تر سره شي که داسې ونه شی بیا بې باوري رامنځ ته کیږي او په بې باوره اړخ هیڅوک هم نشي ډاډه کیدئ !
- زه چی پوره په جریان کې نه یم خو داسې راته ښکاري چی حزب اسلامي افغانستان په دې ورځو کې د همداسې حالت سره مخ دئ. کیدای شی زما ګمان سم نه وي او خه به وي چي ناسم وي او یا دا چې پټ حقایق څه بل ډول دي واللهُ اعلم.
- د سولې د راتګ لپاره بهرنیانو ته امید کول داسې دي لکه یو څوک د ولې څخه مڼې غواړي حال دا چه د ولې بوټئ او ونه اصلاً میوه دار بوټئ نه دئ. نو ته ولې د مڼو امید کوی.
- سوله هوډ، اخلاص او قرباني غواړي او دا په دواړو اطرافو پورې اړه لري.
وما ذالک علی اللهِ بعزیز
۳۰/۱۲/۱۳۹۵