
محمود عباس زوړ ده،بریتونه یې سپین شوي دي او نور معذور ګڼل کیږي د اقصې په اړه اویا د قدس په اړه څه دنده نه شي اداء کولی،د غوږ ښورولو جرئت نلري،تل کوشش کوي چې د حماس سره لانجو ته لمن ووهي او غزه تر محاصرې لاندې ونیسي هغه د یوه مسلمان ګوند د راپرځولو پر چارو لګیا دی هغه د قدس لپاره کوم فکر لا نلري.
جنرال سیسي کودتاچي ده،جنرال ده،جاهل ده په پوځ کښې لوی شوی وچ لرګی ده په هیڅ شي یې سر نه خلاصیږي یواځې د دې وړتیا لري چې په بټنو په حرکت راوستل شي او رهنمایی کړل شي زیاتره ورباندې سپینه ماڼۍ لاس کشوي او ر موټ کنترول له لارې اداره کیږي .
ملک عبدالله ښه په ارامه ژوند لري له ملکې رانیا سره ښه په خوښۍ وخت تېروي،عیش نوش کښې د ژوند هر څه ښه روان دي په رنګ سور او سپین ځلېدلی ملک عبدالله ولې ځانته د اقصی غم راوټوکوي،ده هم برائت تر لاسه کړ!
ملک سلمان د سعودي واکمن دی په یمن کښې د بمونو په غورځولو لګیا دی ،له اسرائیلو سره د تازه اړیکو پړي غځوي د مینې تاند ګلان ورسره غوړوي،سعودي ته د سندرغاړو په دعوت بوخت دی،په اسلامی نړۍ کښې د کودتاګانو او سیاسي مذهبي فتنو پر جوړولو د شیعي او سني پر جګړو او چارو فکر کوي،د ټرمپ په غاړه کښې د امیلونو په اچولو او د ټرمپ د لور په میلمستیا کښې د هغه له حسن څخه سترګو ته د نور او ښکلا په اخستلو بوخت دی،ملک سلمان په خپله کورنۍ کښې د خپل زوی د واکمنۍ چارې پرمخ بیایی هغه زوی چې د فحاشی وېډیوګانی یی محمد بن زاید له ځانه سره لري او دی ورباندی کنترولوي،ملک سلمان د علماوو په نیولو او له عربي هیوادونو سره د نوو جګړو پر جوړولو ستړی دی د قطر د محاصرې امریکایی تګلارو ته خپلې ګوتې شماري له هغه څخه د قدس د ساتنې هیله بې ځایه دی هغه معصوم دی د تي خور ماشوم په څېر او ملک سلمان ترهرچا ډېر مجبور دی همغه د افغانستان په خاوره د بمونو او یرغل په پیل کښې چې به پاکستان افغانان ژوندي امریکا ته سپارل نو ویل به یې پاکستان مجبور دی نو اوس هم ملک سلمان هم د پاکستان د مجبوریت په ناروغۍ اخته دی.
حسن روحاني د ایران ولسمشر دی په یمن کښې د جګړې اور بلوي یمنیان کبابوي،په عراق کښې د سنیانو وژنه کوي،په سوریه کښې په وراني او ماشوم وژنه بوخت دی په افغانستان ،پاکستان،بحرین ،لبنان او نورو سیمو کښې د شیعي او سني جګړو ته لمن وهي ،تاوتریخوالی جوړوي،له یوې سیمي خلک راټولوي او د سوریی ماشومان ورباندې وژني،حسن روحاني د ایران ګټو ته ژمن دی نه د انسان،منو چې ږیره یی اوږده ده منو چې لونګۍ پر سر لري خو هغه د انسان د قتل دوهم مخ دی ځکه خو دا لوی مسئولیتونو سره هغه د قدس لپاره څه کولای نه شي هغه ته هم برائت ورکړل شو.
دپاکستان واکمن او ولسمشران په افغانستان کښې د جګړو اور جوړ کړی د هغه اور خس او خاشاک راټولول او هند سره سیالي او د افغانانو د غوښو کبابولو پر چارو ژوره بوختیا او د ظلم او وحشت ملاتړ ته ملا تړلې ده،پاکستاني چارواکي د ترحم او عاطفې په نوم د ضمیر او وجدان په نوم ټولې دروازې تړلې دي ځکه خو له دوی څخه د قدس د دفاع هیله مه کوی دوی بشپړ برائت لري او هیڅوک ورباندې د قدس د دفاع مسئولیت نه شي اچولی.
اشرف غني د افغانستان ولسمشر او عبدالله یی هم اجرایی رئیس ده،دواړه د جانکیري لخوا راوستل شوي دي
غني په امریکایی پوهنتون کښې زده کړې ،په امریکایی پوهنتونونو کښې ښوونکی وو،له امریکا څخه هیواد ته راغلی د هیواد له ډېرو پېښو ناخبره ده،د امریکایی اشغال تړونونه یی لاسلیک کړي هیواد یی د هرډول تېریو سره لاس او ګریوان دی د امریکایانو له وېرې د غوږ ښورولو توان نلري،ګاونډیانو هیواد د خپل رقابتونو مرکز ګرځولی دی ،هیواد د هیوادپلورونکو د خیانت تر دم لاندې د یرغلګرو په ذلت کښې سلګی وهی،او د کابل رسمي واک د امریکا له سفارت سره ده د غنی بې وسي او د بمونو په وړاندې چوپتیا د کوم قدس د ګټلو وړتیا نلري
د عبدالله د ارایش او زېور او ښکلا چارې ډېر وخت ورځنې اخلي او کله کله د هیواد پر چارو هم فکر کوي بهر ته سفرونه کوي،همدا راز د خپلو ډول ډول جامو د اخستلو پر مسائلو غور کوي ځکه قدس ترې ډېر لرې ده،دې دواړو ته هم بشپړ برائت !
اردوغان له یوې امریکایی کودتا نوی سر راپورته کړی دی ،هیواد یې له ګڼو لانجو سره مخ دی د سوریی او عراق پر سرحدونو امریکایانو ورته تروریستي ډلې فعالی کړي دي او وسلی ورکوي دوی هلته هم پر جګړه بوخت دي امریکا د ترکیی د بانکونو په خلاف هم جګړه پیل کړې ده،اردوغان نارې وهي ،د امت راټولولو هڅې کوي خو کوم ځای تر ډېره نه نیسي د ترکیی د اسلامي کولو مسئولیتونه هم مخې ته پراته دي او اوس به په یواځې سر تر کومه مبارزه وکړي؟د حکومت چارواکي یی هم تر ډېره په هډونو پاک ندي او قدس همداسې یواځې پاتې کیږي
دا د څو اسلامي هیوادونو د مشرانو نومونه دي،دوی له هر ډول مسئولیت اخستلو سپېڅلي دي او هغه ولسونه چې دوی ورباندې واک چلوي د دوی د غفلت او مړو وجدانونو تر سیوري لاندې له هرې دفاعي تګلارې محروم کړل شوي دي،دملیونونو مسلمانانو لپاره تر ټولو لوی غم دا دی چې واکمنان یې د ټولنې له ذلیلو غربپالو څخه عبارت دي.
ډېر داسې خلک له واکمنو اخوا شته او یا دواکمنو پر شاوخوا راڅرخېدلي دي چې وایی کابل زمونږ قدس دی خو همدا سړی به په کابل کښې امریکایي بمونو ته چک چکې کوي او دا به ډموکراسي ګڼي !
داسې هم شته چې مسجدونه به د قومپالنې ترسرحده کشوي .غواړي به مسجد هم عرب،فارس ،افغان،روس او انګریز په نومونو ویادول شي،خدای تعالی ته د سجدې پر مهال به هم دی خپل قومي رنګ پالي.
اسلامي نړۍ کښې د اسرائیلو د هیواد جوړېدل هم همداسې ګامونه تر شا درلودل او نن تر دې کچې خبره ورسېده چې قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان شو او که دا ورو ورو ومنل شي نو د فلسطین په نوم نورڅه ندي پاتې شوي اود مسسلمانانو دریم مسجد او لومړنی قبله هم نور د تل لپاره د دوی له لاسه وتلې ده،دا پرېکړه داسې مهال کیږي چې د کعبې امام ټرمپ د سولې سپینه کوتره ګڼي او د هغه لپاره دعا کوي ،پوهیږو چې اقصی یهودو محاصره کړی دی خو کعبه او مدینه بیا د چا په محاصره کښې دي؟
د اسرائیلو د لویی نقشې د پلي کېدو پر مهال اسلامي هیوادونه پرڅه لګیا او غبرګونونه یې ډېر ساړه او زړه دردونکي دي،اوس د اسلامي امت ټولنیز وجدان ته دا خبره ورپاتې ده چې په څه ډول یې مخه نیولی شي.
په درنښت