(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۶مه) ویل شوي، چې د افغانستان کرلېنګ ملي لوبډلې په خپل لنډ تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د روسیې په کوربهتوب د ۲۰۱۸ کال کرلېنګ لوبو نړیوال جام ډبل مېکس سیالیو کې برخه واخلي.
د افغان کرلېنګ فدراسیون مشر او د المپيک ملي کمېټې ویاند منور شهزاد رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دغې لوبې نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې د روسیې په سوچي ښار کې ترسره شي.
کرلېنګ المپیکي لوبه ده، چې افغانستان ته نوې راغلې، که څه هم دا ورزش په افغانستان او سیمه کې سابقه نهلري، خو په کابل کې یې مینهوال پیدا کړي دي.
وروستي