فلمي ستوری ششي کپور مړ شوی

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۱۴مه) ویل شوي، چې د هندي فلمونو نامتو ستوری ششي کپور چې په هندي فلمونو کې یې د هیرو یا اتل رول لوباوه، د دوشنبې په ورځ ومړ.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د بالیووډ دغه نامتو څېره چې په ٧٠ او ٨٠ لسيزه کې د هندي سينما له وتلو څېرو څخه و، د ٧٩ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په روغتون کې ساه ورکړه.
که څه هم ششي کپور د خپل هنري ژوند پیل پر ۱۹۵۹ کال په تنکۍ ځوانۍ کې کړی و، خو زیاتره ښه او کامیاب فلمونه‌یې د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰میلادي لسیزو کې ورکړي دي.
د هغه زیاتره ښه او کامیاب فلمونه د بالیووډ له وتلو هنري ښځینه ستورو راکي، زینت امان او شرمیلا ټیګور سره راغلي چې په هغه وخت کې د ښځو د رول لپاره تر ټولو غوره او د خوښې اداکارنې وې.
که څه هم د هندي سینما دغه ستوري په خپل هنري ژوند کې تر ۱۰۰ زیاتو فلمونو کې رول لوبولی، خو د هغه په مشهورو فلمونو کې، راجا صاحب، جب جب پول کیلې، جانور اور انسان، حسینه مان جایګي، انسانیت، چور سپاهي، دوسرا آدمي، نمک حلال، پیار کا موسم، سهانه سفر، شرمیلي او ګڼ نور شامل دي.
پر هند سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ششي کپور مینه‌والو د هغه په مړینه پر ټولنیزو رسنیو غمرازي ښودلې ده.
د یادونې وړ ده چې ششي کپور د خپل هنري ژوند په اوږدو کې ګڼ شمېر فلمي جايزې هم ګټلې دي