
د پښتو ژبې نومیالی او د خاص سبک شاعر ښاغلی ریاض تسنیم په کراچۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن ومړ
پریزاده! زه که دا وارې اوده شم
هیڅ یو شور به مې را ویښ نکړي له خوابه
تسنیم همداسې تل تر تله نور په ابدي خوب ویده شو او هېڅ به په دې نړې کې هغه "خیالي" او "زورورې" سترګې ونه شي غړولی.
ریاض تسنیم له څه مودي را پدېخوا د ناروغۍ په بستر پورت و.
بل خوا د ده ګڼو ادبي ملګرو او د ټولنیزو رسنیو فعالاتو وخت نا وخت د تسنیم لپاره،د دعاو غوښتنه کړې ده.
لیکوال او څېړونکي ښاغلي نجیب منلي هغه وخت پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي و، چې ده د جمال ناصر اصولي په مرسته، د پکتیا له والي شمیم خان کټوازي سره دا موضوع شریکه کړې ده.
منلي لیکلي، چې ښاغلي کټوازي زر ډالره ورسره مرسته کړې ده.
"د فېسبوک ملګري دې اباد وي چې د خپل یو دردېدلي شاعر سره یې د زړه تارونه یو ځای و ترنګول."