«له ولسمشرۍ وروسته به د یوه عادي افغان په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړم.»
«زه له نوي حکومت سره د همکارۍ ژمنه کوم، او پر خلکو هم غږ کوم چې؛ د خپل هیواد د آبادۍ لپاره د نوي حکومت ملاتړ وکړي....»
دا په ارګ کې د پخواني ولسمشر کرزي د وروستۍ کاري ورځ د وروستۍ وینا یوه برخه ده.
خو پخواني ولسمشر له پاکستان سره د افغان حکومت د استخباراتي تړون له لاسلیک وروسته خپله ژمنه هېره او له افغان حکومت څخه خپله لار جلا کړه او د افغان حکومت پر سیاستونو یې ډېر ژر نیوکې پیل کړې.
هند، چین بریټانیا، المان او روسیې ته یې بهرني سفرونه پیل کړل او له بهرنیو رسنیو سره یې د حکومت غیبتونه هم شروع کړل.
تاسې په جریان کې یې چې په دې وروستیو کې د لوېی جرګې د جوړېدو یا نه جوړېدو په سر بحثونه د حامد کرزي له مرکو او خبرو وروسته پیل شول.
په داسې حال کې چې لویه جرګه د افغانانو یوه دودیزه ستره غونډه ده چې پر مهمو مسایلو پکې بحث او خبرې کیږي خو له بده مرغه؛ اوسمهال په افغانستان کې د لوېی جرګې د جوړېدو زمینه او قانوني شراېط برابر نه دي.
په نوم ولسي استازو، د محدودو ډلو، د واکدارانو او بادارنو پر ګټه پریکړې ولس ته د منلو وړ نه دي، په اوسني حالت کې د ریښتنې لوې جرګې د جوړېدو اراده هم نه شته.
په هر صورت! پوښتنه دا پیدا کیږي چې کرزی ظاهراً ولې او څه لپاره د لوې جرګې د را بللو غوښتنه کوي او اصلي موخه یې څه ده؟
که څه هم کرزی د افغانستان لپاره د امریکا د نوی تګلارې په اړه نیوکې کوي او د افغانستان پر زیان یې ګڼي او غواړي چې د روان کړکېچ د حل لپاره دې لویه جرګه را وبلل شي او بهرنیان دې له هیواده ویستل شي خو ما د افغانستان لپاره د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او باراک اوباما تګلارې وڅېړلې؛ او له نوې تګلارې سره مې پرتله هم کړې.
ما ته په دې دریېو تګلاره کې کوم ښکاره بدلون او نوی والی ښکاره نه شو .
د نورو تګلارو په پرتله راته د ټرمپ په پالیسۍ کې یو نوی مثبت مورد د ترهګرو د ملاتړ کوونکي هیواد په توګه د پاکستان د نوم یادېدل و.
پخوانیو امریکايي ستراتیژیو کې په افغانستان کې د ترهګرو د له منځه وړلو، له افغان حکومت سره د همکارۍ، د افغان سرتیرو د روزنې او ملاتړ او د مخالفینو په وړاندې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو یادونه شوې ده؛ او په نوې تګلارې کې هم همدا موارد راغلي دي.
نو ټینګار کولای شم چې؛ د تګلارو څرنګوالی نه یوازې نومونه یې بدل شوي دي.
پخواني امریکايي ولسمشر اوباما هم د افغانستان په وړاندې پخوانې تګلاره تعقیب کړې وه، د سرتېرو د ایستلو د لړۍ تر څنګ یې تازه دمي سرتیري افغانستان ته لیږلي، د ځمکنیو عملیاتو مسؤلیت که څه هم افغان ځواکونو ته سپارل شوی، خو په هوايي عملیاتو کې بهرني ځواکونه ونډه لري.
که یوازې د افغانستان د امنیت خبره وي نو؛ د امنیت لېږد د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د باراک اوباما په ګډون د دې هېواد پخوانيو جنرالانو طالبان د امریکا دښمن له لېسته ویستلي وو.
خو د هیواد په امنیت حالت کې دومره بدوالی راغی چې؛ د ځینو مهمو ولسوالیو او ښارونو په ګډون ولایتونو سقوط وکړ، او د مخالفینو مخامخ جګړې تر کابله را ورسېدې.
سر بېره په دې پر جوماتونو، مهمو ادارو، روغتونو او پوهنتونو کې ځانمرګي بریدونه نور هم ډېر وشول.
د سولې په برخه کې هیڅ پرمختګ رانغی او د مخالفینو له خوا سولې ته هیڅ ډول لیوالتیا ونه ښودل شوه.
زما په نظر تضمین نه شته که چېرته بهرنیان نه وي نو په افغانستان کې به امن وي.
په جګړو او ناخوالو کې د افغانستان د ښکیلتیا پلانونه له وړاندې جوړ دي، که د طالب، داعش یا پاکستان په وسیله وي او یا که د بهرنیو سرتیرو په ګډون او شتون سره وي، او که یا هم د مجاهد او طالب په نوم وي.
که دقت وکړو نو؛ د امریکا حضور ته ولسمشر اشرف غني زمینه نه ده مساعده کړې، او نه هم غني دوی را بللي دي، نه یې هم له راتګه یو دوه کاله کیږي څو اوس یې لوېه جرګه په اړه پریکړه وکړي.
دا حامد کرزی او د ده ډله وه چې امریکانو ته یې هر کلی وکړ او واک ته ورسېدل .
که جورج بوش د افغانستان په ګوډ- ګوډ کې په خپل سر سرتیري ځای کړل، شپني عملیاتونه یې وکړل، اډې زندانونه او مرکزونه یې جوړ کړل، د واده پر مراسمو، کورنو او کلیو کې بمبارې وکړې، ډېر ظلمونه او پر خپل سر جنایتونه یې وکړل، خو پخوانی ولسمشر یې واک ته رسولای و، یار او انډیوال یې و، پروا نه کوي! خو اوس یې باید پر ضد جرګه وبلل شي ځکه اوس دی ورڅخه مرورو دی.
که کرزی په دې تمه دی چې د ۲۰۰۲ کال لویه جرګه به تکرار شي او د ده قره قلي به بیا په غوړو کې غوړه وي او بهرنیو ملګرو یې ورسره ژمنه کړې وي نو څه ویلای نه شم.
ټولو ته جوته ده چې؛ که د لویې جرګې پریکړې د کرزي د تمې خلاف او په ګټه نه وي نو نه یې مني.
۲۰۱۳ میلادي کال مشورتي لویه جرګه او د دغې جرګې جریان به ټولو ته په یاد وي.
هغه مهال چې پریکړه د ده په خوښه نه وه نو د جرګې پریکړه یې ونه منله.
د خپلو ګټو لپاره له ولس څخه د ګټې اخیستنې میتود ته باید بدلون ورکړئ، حامد کرزي په ناوړه شرایطو کې د ولسمشر چارې پر مخ یوړې، د منلو ده چې د افغانستان لپاره دی تر ځینو نورو غوره او ښه و، او لکه څنګه چې ولسمشر اشرف غني ورته د ملي مشر خطاب ورکړی؛
د یوه ریښتني مشر په توګه دې عمل وکړي؛ که څه هم د ولسمشرۍ پر مهال د کورنیو او بهرنیو کړیو له خوا یې پر وړاندې خنډونه وو، او د ولس پر ګټه په ډېرو چارو کې پاتې راغلی و؛ اوس دې له فرصته ګټه واخلي، خپلې ژمنې دې په یاد کړي، واقعاً دې د یوه عادي کس په توګه ژوند وکړي، که همکاري نه غواړي، په کړکیچن او ګډ- وډ حکومت کې دې نورو ستونزو ته هم لمن نه وهي او لانجې دې نه جوړوي.
ځکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اوسني ولسمشر اشرف غني په وړاندې د خنډونو، محدودیتونو ستونزو او د ګډ- وډیو لاملونه تر هر چا ښه درک او ملاتړ یې کولای شي.
وروستي