د«حکمتيار»سفر ترکيې او  سعودي ته اقتصادي دی؟ که سياسي!؟

د جهادي رهبرانو او اميرانو په نوملړ کې ښاغلی ګلبدين « حکمتيار » د « اسلامي حزب » مشر ، هغه شخص دی ؛ چې لکه ټول جهادي رهبران ، اميران او د لومړۍ ردې قوماندانان ميليونر ، نه ! بلکې مېلياردر دی !!
ګلبدين « حکمتيار» له پلار او نيکه څخه  کوم لوی ځمکه وال « فيوډال » ، شتمن پانګوال « سرمايه دار » او «ملاک » (« لوړپوړی دولتي چارواکی او د  نړۍ والو سوداګريزو توکو د صادراتو ـ وارداتو تجار » ) نه و !
خو د افغانستان ( ۴۰ ) کلنې جګړې ؛ د : ګاونډيو هېوادونو ، د سيمې يو شمېر هېوادونو ، د عربي نړۍ هېوادونو ، اروپايي هېوادونو ، د امريکې متحده ايالتونو ، ټولو لوېديځو هېوادونو ، چين ، جاپان او ترکيه يې ور باندې  سرباری !! هغه حاتم طايان شول ؛ چې لکه :« رباني »، رسول« سياف »، يونس« خالص »، احمد شاه « مسعود »، صبغت الله «مجددي»، سيد احمد« ګيلاني» ، عبدالعلي «مزاري» ، کريم « خليلي » ، حاجي محمد« محقق »،« نادر« منصور » ، قسيم« فهيم »، بسم الله « محمدي » ، يونس« قانوني » ، حامد« کرزي» ، محمود « کرزي» ، عطا محمد « نور »، حاجي قدير ، انجينير احمد شاه« احمدزی» ، سراج الدين« حقاني » ، تورن اسماعيل ، عبدالرشيد« دوستم »، عبدالله ( مربع ) خليل الله « فېروزي» ، شېرخان ، غفار« داوي» ، قدير« فطرت »... لسګونه او سلګونه داسې نور زهر خواره چې د لغمان ، د الينګار، د نيازيو ؛ د : « خاټيانو» ، « پاچخېلو » او «کوټاخېلو » د قريو د ولسي ژرندو له ژرندګړو څخه بدتر خوار ـ زار ؛ سپېره او بې شتو کسان وو !! دوی ټول لکه : ګلبدين « حکمتيار » خو؛ «رباني» ،« مسعود» ،«سياف »،« دوستم » ، « مزاری» ، «فهيم »، « نور » ، اسماعيل ، « حکمتيار » يې ( په اول قدم « دړيدنګ » کې !) شتمن ، زورواکي ، زرواکي ، ټوپکماران ، سياستمداران ، ميليونران او مېلياردران شول !!
کله چې«طالبانو» کابل او افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راؤست ؛ نو د ګلبدين« حکمتيار» سر هم لکه د ټولو جهادي رهبرانو ، اميرانو ، قوماندانانو او جهاديانو غوندې تر : کُلاب ، تاجکستان ، تهران ، اسلام آباد ، استانبول ، مسکو ، عربستان ، او ... پورې ورسېد !!
خو کله چې په ۲۰۰۱ م .کال کې امريکايانو« طالبان » وپرځول نو ټول تښتېدلي جهاديان د امريکايانو ، لوېديځوالو او عربانو[ د نړۍ د( ۶۰ ) هېوادونو ]  له بې درېغه مالي مرستو او پوځي ملاتړ سره سره بېرته افغانستان ته راوستل شول ؛ د افغانستان د خاورې او ټولو بې وزلو او بې دفاع افغانانو پر ولو او څټونو باندې هېغ ـ نېغ سپاره کړای شول !!
له ۱۳۷۱ کال څخه را په دېخوا ، په ځانګړي ډول ؛ له ۲۰۰۱ م.کال څخه را په دېخوا پخواني جهادي او تنظيمي سرګروپان او عادي قوماندانان د چور، فساد ، بډو  او غصب له برکته مېليونران شول ! مشهور او د لومړۍ ردې قوماندانان ، امران ، اميران ، رهبران ،  وزيران ، معينان ، سفيران ،  سلاکاران ، واليان ، قوماندانان ، ښاروالان ، مستوفيان ، وکيلان ، سناتوران د « پيرانو » او حضرتانو» په شمول تر منصور« نادري » ، « کرزي» او « غني » پورې هر يو مېلياردر شو !!
په دې ټولو کې بيا هم د ګلبدين« حکمتيار» مېلياردر منقوله او غېر منقوله شتمني نيمه کنګل شوه !! خو کله چې نوموړی د سولې په درواغجنې پلمې خپلو نړۍ والو بادارانو د « احتياط » له بست څخه د عملي سياست او جګړې ډګر ته د راوستلو پر نيت لکه د سطرنج دانه بيا د فعال سياست تختې ته را دمخه کړ !!
نو وار د واره يې نوم د ملګرو ملتونو او د امريکې متحده ايالتونو له تور نوملړ څخه و اېستل شو !! لا منځ کې هغه د چا خبره ( ۲۴ ) ساعتونه تېر شوي نه وو ، چې رجب طیب اردوغان ( لالا ) له ترکيې څخه اعلان وکړ ؛ موږ د ښاغلي ګلبدين« حکمتيار » ټوله کنګل شوې پانګه سر له همدا نن ورځې څخه له کنګلتوب څخه خلاصه اعلانوو !!
اوس چې ښاغلي مېلياردرـ سياستوال ګلبدين « حکمتيار»( د کابل د ارګ له تفاهم ليک څخه وروسته ) لومړنی بهرنی سفر : ترکيې او بيا سعودي عربستان ته وکړ !! نو څرګنده خبره ده چې : ګلبدين « حکمتيار » لکه حامد « کرزی» اوس د « غني + عبدالله » د مشترک سهامي شرکت ( حکومت ) غړی او دولتي چارواکی نه دی او سفر يې ظاهراً شخصي دی !
خو د پردې شاته د مېلياردر ګلبدين « حکمتيار »سفر : ترکيې او سعودي عربستان ته د خپلو کنګل شوو پانګو د بېرته را ژوندي کولو او د راتلوونکي فعال سياست په ډګر کې د ځينو ځانګړو ( پټو سياسي معاملو ، دندو ، مُکلفيتونو ، هوکړو او تفاهم ليکونو ) پر شاو خوا را څرخي !!!