غزل

دستا په تصور کې مې دسر ماغزه خـــــوږيږې
چی ته راسره نه وی زړه می وینو کی خوټيږې
شپه ورځ مې ټو له تیره په سوچو او اندېښنوشي
لړمون می غمو خوړين کړ وينې ځاوې ترې بهيږې
جانانه هجـــران نه دی قيامت دی اودوزخ دی
په حال مې خدای خبر دی چی په مابه څه تيريږې
دستا سره ژوندون مې په جنت باندې شميرلی
نودا دجنت ژوند به ماته بيا کله رارسيږې
دستا دښکلو سترګو دليدلو په ارمان يم
شبکور به په ژاړه شمه نور سترګې می ړنديږې
رخصت په وخت کې ستا دسترګواوښکو قطارونه
راياد چې شي وهم چيغې په اووم اسمان تيريږې
هجران نه دی جانانه دمرګي غوندې سختي دی
سبحن تعالعه دنور په مسافرو ورحميږې
خو یوازې سیدکریم نه ده دا واړه مسا فردی
ګريوان يې وي په اوښکولوندپه غم يې ژوندتيريږې