ارزګان: خلګ د ژمي په رارسیدو سره، د پراخو عملیاتو غوښتنه کوي

(روهي  ـ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۸مه) په ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا مسوولېن او عام خلګ د ژمي په رارسیدو سره، له حکومت څخه غوښتنه لري، چې په نا امنه سیمو کې عملیات وکړي او د ولسوالیو لارې او نوري نا امنه سیمي امن کړي.
په ورته وخت کي امنیتي مسوولینو هم منلې، چې د نا امنیو له امله د خلګو ژوند سخت شوی او هڅه به وکړي چې امنیت تامین کړي.
بل خوا د ځايي خلکو په وینا، د چارواکو په تشو وعدو باور نه شي کولی او باید عملیات وکړي.
تير ژمي همدغه ورځې په اروزګان کې دولتي مسوولينو د  پراخو عملياتو د پیل وعدي خلکو ته ورکړي او په باور يي چی د وسلوالو تر کنټرول لاندي ټولې سيمي به يو ځل بیا د وسلوالو څخه ونيسي.
خو بل ژمي راورسيد لاهم وسلوال د ولايتي شورا د غړو په باور د ښار په دوه کيلومتري کې دافغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
اوس يو ځل بیا د ولايتي شورا مسوولين او جګړو ځپلي خلک له دولت څخه د ژمنيو عملياتو دپیل غوښتنه کوې.
دغه خلګ وايي ژمي دعملياتو لپاره ښه فرصت دي او دولت دي له دغه فرصت په ګټه اخيستلو سره د دوی سيمي د وسلوالو له شتون څخه پاکې کړي.
دوی وايي له يو طرف څخه يي جګړو کورونه وران کړي او له بل لوري يي د ژمي سړه هوا زوره وې
د ولايتي شورا ريس امير محمد بارګزی وايي، لاهم د ترينکوټ ښار په نږدي سيمو کې وسلوال د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او په تيره يو نيم کال کې دولت ددغو سيمو په نيولو بريالي نه شوه.
داروزګان امنتي چارواکې بیا وايي د ترينکوټ ښار يي د امنيتي ګواښ څخه ايستلي او زياته وې چي د وسلوالو د ترينکوټ ښار دسقوط پلان يي شنډ کړی دی.
داروزګان امنيه قومندان مل پاسوال رحمت الله صديقي وايي د دي ژمي په رارسيدو سره  هم په  ترينکوټ ښار او لسواليو کې دخالد په نوم  دعملياتو پلان لري.
 خو وايي  چي له وخت مخکي د رسنيو سره د پلان سوه عملياتو شريکولو اجازه نلرې . 
امنيه قومندان وايي، د عملياتو دپیل سره به د ترينکوټ ښار او وسلواليو ټولي نا امنه سيمي د وسلوالو له شتون څخه پاکې کړي .
د يادونې وړ ده چي د تير ژمي دپیل پر مهال هم امنيتي چارواکو په اروزګان کې دبرياليو عملياتو خبر ورکړی .
خو د خلګو او ولايتي شورا په وينا چي په تيرو عملياتو کې دولت د پام وړ پر مختګ نه وکړي.
دا چي راتلونکي خالد نوم عمليات به د اروزګان ميشتو د رنځ دوا سې کنه وخت به يي ځواب کړي .